تراوسه ۴۰ سلنه توسعه یې بودجه مصرف شوې

خبریال وېب پاڼه/ د مالي کال پنځه میاشتو کې ۴۰ سلنه د هېواد توسعه یې بودجه مصرف شوې.

او ورسره هم مهاله د ملي بودجې د تعدیل کړنلارې تصویب کې ځنډ!

ولسي جرګه وايي، د بودجې تعدیل لپاره د اختر څخه وروسته رایه ورکوي.

د حکومتي بنسټونو رخصتي او قرنطین د توسعه یې بودجې د لګښت په برخه کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

د مالیې وزارت شمېرې ښيي چې د روان مالي کال پنځه میاشتو کې نږدې څلورویشت سلنه د هېواد توسعه یې بودجه لګښت شوې ده.

ځینې اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې که چېرې حکومت د توسعه يي بودجې د لګښت لپاره کړنلاره تر لاس لاندې ونه نیسي په هېواد کې د بې وزلۍ کچه هم زیاتوالی مومي.

ولسي جرګې هم د بودجې تعدیل رایه اچونې بهیر هم د اختر څخه وروسته وځنډاوه.

سږکال په هېواد کې لږې پراختیایي پروژې عملي شوي دي، هغه پروژې چې له یوې خوا یې د کلیوالو اړتیاوې پوره کولي او له بلې خوا یې خلکو ته د کار آسانتیا برابروله.

اوس د کرونا ویروس له خلکو څخه دغه فرصت اخیستی دی.

د مالیې وزارت شمېرې ښیې چې څه باندې پنځه مالي کلونو کې د حکومتي بنسټونو د پراختیایي بودجې د لګولو کچه تر ټولو لږه ده، نږدې څلور ویشت سلنه کیږي.

د مالیې وزارت وایي چې د قرنطین وضع کېدو او دغه راز د دولتي بنسټونو رخصتيو د بودجې لګښت اغېزمن کړی دی.

د بودجې په تعدیل کې هم څه باندې پنځه میلیارده او درې سوه میلیون افغانۍ، د احتیاط کودونو پیسو کې او د عادي او پراختیایي بودجه کې کموالی راغلی دی.

په ولسي جرګه کې د بودجې تعدیل او یا هم رد پر سر بحثونه دوام لري.

د ولسي جرګې مالیې او بودجوي کمېسیون منشي وایي چې له اختر وروسته به د بودجې تعدیل رایې اچونې ته وړاندې شي.

اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پراختیایي بودجې کم لګول، بې وزلي او بې کاري رامنځته کوي او حکومت باید د پراختیایي بودجې عملي کېدو لپاره کړنلارې ولټوي.

د افغانستان حکومت خپل څه باندې پنځوس سلنه عواید د ګمرکونو له لارې ترلاسه کوي.

اوس چې په ګمرکونو کې راکړه ورکړه محدوده شوې ده، حکومت د بودجې له کسر سره مخ دی او دغه کار د پراختیایي پروژو عملي کېدو په برخه کې منفي اغیز لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More