ایا ماشومانو ته مو د اختر پیسې ورکړي؟

خبریال وېب پاڼه/ تازه د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، په اختر کې ماشومانو ته پیسې ورکول، د کرونا ویروس انتقال ته لار هواروي.

د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پر خلکو غږ کوي، چې د ماشومانو او کشرانو ته دې د اختري په نوم نغدې پیسې نه ورکوي.

نوموړی وایي، د مشرانو له لوري کشرانو د نغدو پیسو ورکول ماشومانو ته د کرونا ویروس د لېږدېدا لامل کیږي.

دا خبرداری د روغتیا وزارت له لوري، په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د کرونا ویروس ورځ تر بلې د چټکې خپرېدنې په حال کې دی.

که څه نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، خو د اختر په ورځو کې به هم، په زیاتو سیمو کې قرنطین وي او د ګڼې ګوڼې پر ځایونو محدودیتونه لګېدلي دي.

په افغانستان کې کوچنی اختر داسې مهال را ورسېد، چې زیات شمېر ملکیان د طالبانو په وروستیو بریدونو کې شهیدان شول او سلګونه تنه د کرونا وبا وځپل.

تازه تېره شپه د حکومت او طالبانو له لوري، د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان شوی.

افغانان د تېر په څېر سږ کال د اختر په مناسبت هم اوربند ته خوښ دي او وایي، چې د اختر خوښۍ سره سره پرې د اوربند خوښۍ یو په دوه شوې او له دواړو لوریو غواړي، چې اوربند تمدید کړي.

په همدې توګه نن، د اختر د لومړۍ ورځ په مناسبت ولسمشر غني وویل، چې د طالب بندیانو د را خوشې کېدو لړۍ به چټکه کړي.

په ورته مهال د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د نېټې پر ټاکلو هم بحث روان دی او ممکن ژر تر ژر نېټه وروستې شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More