امریکا به ډېر ژر په افغانستان کې د ځواکونو حضور پای ته ورسوي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو ١٩ کلن حضور نور پای ته ورسوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا یادونه پرون په سپینې ماڼۍ کې وکړه چې که څه هم د ځواکونو د ویستلو لپاره ټاکلی مهالوېش نه لري، خو څومره ژر چې دا کار وشي ښه به وي.
د دې په خوا کې نیویارک ټایمز داسې راپورونه خپاره کړي، چې ګواکې ټرمپ به د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې د ځواکونو د ویستلو طرحه جوړه او عملي کړي.
ټرمپ ویلي امریکایي ځواکونه جنګیالي دي خو په افغانستان کې یې تر ډېره د پولیسو رول اداء کړی او که موږ وغواړو د جنګیالیو په توګه یې له افغانستان نه وباسو.
نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو له خولې را اخیستې چې یو شمېر امریکایي لوړ پوړي پوځي چارواکي به نږدې اوونۍ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره د امریکایي ځواکونو پر وتلو بحث وکړي او ممکن دا چاره د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې ترسره شي.
امریکایي چارواکي وایي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ژر وتلو ته د ولسمشر ټرمپ د لېوالتیا یو لامل په افغانستان کې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ چټکه خپرېدنه ده.
د امریکا او طالب مشرانو تر منځ د فبرورۍ میاشتې د ٢٩مې نېټې د سولې هوکړې پر اساس ټول امریکایي او بهرني ځواکونه باید د ١٢ او ١٤ میاشتو په ترڅ کې افغانستان پرېږدي.
په ورته مهال طالبانو هم ژمنه کړې وه، چې له افغانستان نه د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پر وتلو سره به تاوتریخوالی را کموي.
طالبان وایي، د هوکړې پر اساس دې د دوی پنځه زره بندیان ازاد شي څو د بین الافغاني خبرو د پیل موده ژر را ورسیږي.
افغان حکومت د اختر په ورځو کې نږدې زر طالب بندیان ازاد کړل او د ٢زره طالب بندیانو د ازادولو خبره یې هم کړې.
د قطر په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د افغان حکومت له لوري د زیات شمېر طالب بندیانو د ازادولو د اقدام هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی به هم د مقابل لوري یو تعداد بندیان ژر تر ژره ازاد کړي.
د دې په څنګ کې یو شمېر معلومات شته چې ښایي د طالبانو له لوري اوربند تمدید شي او یا که تمدید نه شي نو وبه لیدل شي چې طالبان تاوتریخوالی را کموي او که نه؟