د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ دریمې قطعې د بشپړېدو کار داوم

خبریال وېب پاڼه/ د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېیمې قطعې پروژې د بشپړېدو کار په بالاست اچونې (جغل اچونې)، غربال کولو، د رېل ولدینګ کولو او تمځایونو کې د تعمیر جوړولو په برخو کې جریان لري.

څرنګه چې د بالاست انتقالېدو بهیر د رېل پر واسطه دوام لري او تر اوسه پورې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېیمې قطعې په مسیر او تمځایونو کې، سلګونه رونټیا بالاست واګونونه تخلیه او ځای پرځای شوي دي.

بل خواته، د دې پروژې د رېل په مسیر کې ځینې برخې تر ننه نه دي ولډېنګ شوي، چې اوس یې چارې پيل او ټاکل شوې ده چې ژر تر ژره د پاتې رېل د ولدینګ کار بشپړ شي.

همدا رنګه، د دې پروژې د اورزنګ تمځای تعمیر د جوړېدو پنځوس سلنه کارونه بشپړ شوي او په دې مسیر کې د نښو نښانو د نصبېدو بهیر هم دوام لري.

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېیمې قطعې کار د ۶۲ کیلومترو په اوږدوالي، د افغانستان او ایران له شمتیغ(خاک سرخ) مرزي نقطې پيل شوی او د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د روزنګ کلي پورې دوام لري.

د افغانستان او ایران د ټرانسپورټ رهبرۍ چارواکو په دې وروستیو کې د ویډیو کنفرانس له لارې، د ایران لوري ژمنه وکړه چې د دې پروژې چارې به ګړندۍ کړي او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د دې اوسپنې پټلۍ له لارې ایران او افغانستان سره نښلول کیږي او د سوداګرۍ په برخه کې بهد افغانستان توکي او تولیدات نورو هېوادونو ته هم له دې لارې لېږدول کیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More