قرنطین موده کې د ښځو تاوتریخوالي قضیو ثبت کم شوی دی

خبریال وېب پاڼه/ د قرنطین پرمهال ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی خو په عین حال کې یې د قضیو په ثبت کې کموالی راغلی.

د ښځو حقونو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وایي د قرنطین ورځو پيلېدو سره په کورونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.

دغه بنسټونه وایي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی ځکه کم تر سترګو کیږي، چې اړوندو بنسټونو کې ډېر کم ثبت شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون د ښځو برخې مشره شبنم صالحي وایي په وروستیو څه کم دوو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پنځلس قضیې په انلاین ډول ثبت کړي دي.

له یوې میاشتې کمه موده کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلګې په کومو ولایتونو کې چې ثبت شوي دي په لاندي ډول دي:

لومړی فاریاب ولایت کې د یوه سړي له خوا د دوو ښځو په دار ځړول دي چې په نړیواله کچه غبرګونونه یی له ځان سره درلودل.

دویم په کابل کې د یوه کس له خوا په ښکاري ټوپک سره د دوو مېرمنو وژل کېدل چې دا قضیی هم له غبرګونونه یی درلودل.

بدخشان کې د ورور له خوا د یوې مېرمنې شکنجه کول او وژل دي.

او پکتیکا کې هم د خاوند له خوا د یوې مېرمنې د پوزې پرې کول.

دا ټولې هغه پېښې دي چې د قرنطین په موده کې رامنځته شوي دي.

د قرنطین پرمهال د بشري حقونو اړوندو ادارو تړل کېدل، د دې لامل شوي چې دغه شان قضیې ثبت نه شي او د ښځو ملاتړي بسنټونو اندېښنې راولاړې کړي.

د دې ترڅنګ، پنځه میاشتې وړاندې هم لویې څارنوالۍ او د ښځو چارو وزارت په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي څخه اندېښنه ښودلې وه.

بل لور د قرنطین په موده کې عدالت ته د ښځو لاس رسي په برخه کې ٣٠ سلنه کموالی راغلی.

په کورونو کې ښځې او ماشومان د نارینوو له لوري له شخړو او تاوتریخوالي سره مخ دي، چې عمده لامل یې د نارینوو بېکاري، مالي او اقتصادي ستونزې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More