د ایران د تېلو عایدات په تدریجي ډول کم شوي دي

خبریال وېب پاڼه/د ګاونډي ایران اقتصادي وضعیت په تدریجي توګه پر ځوړ روان دی او په دې وروستیو کې یې د تېلو عایدات هم په کم سارې توګه کم شوي دي.

د ایران د تېلو عایدات له سلو ملیاردو ډالرو څخه آتو ملیاردو ډالرو ته را کم شوي دي او دا په تېرو څو کلونو کې د ایران تر ټولو بد عایداتي کړکېچ بلل کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا پرې وضع کېږي.

که څه هم کلونه وړاندې کله چې په امریکا کې بارک اوباما د چارو ګدۍ پر غاړه لرلې، ایران کولی شوی له اروپا او یو شمېر نورو اقتصادي جزیرو سره خپلې سوداګریزې اړکې تودې وپالي خو د ټرمپ په راتګ سره ایران یو ځل بیا د اقتصادي انزوا په لومو کې را ګیر شو او په ملیاردونو ډالره زیان یې وکړ.

په دې وروستیو کې د ایراني او امریکایي لوړ پوړو چارواکو تر منځ په ټویټر کې هم یو بل ته ګوت څنډنې کېږي چې ډېری وخت دا ګواښونه د دواړو هېوادونو تر ولسمشرانو پورې هم ورسېږي. ټرمپ په وروستیو څو کلونو کې په ایران او چین باندې زیات تبلیغاتي ګوزارونه کوي.

ایران په دې وروستیو کې د امریکا له بندیزونو سره سره وینزیویلا او یو شمېر نورو هېوادونو ته خپلې سوداګریزې بېړۍ واستولې خو د کرونا وبا له امله یې اقتصاد نور هم نزولي روان دی. د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې بې سارې توګه یې د تېلو عایدات له ځوړ سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا په تېر کې د ایران لپاره د بندیزون له امله د تېلو د عایداتو بې مخینې نزولي عایدات دي چې ایران ورسره مخ شوی دی. جهانګیري وایي چې دې کثر د دولت ټولې برخې اغېزمنې کړې دي.

د ټرمپ تر واکمنۍ لاندې امریکا په دې وروستیو کې په ایران باندې د بندیزونو څپه یو ځل بیا زوروره کړې ده او له ګاونډیو هېوادونو سربېره یې له نړۍ سره د ایران د تېلو راکړه ورکړه باندې محدودیتونه وضع کړي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More