د هېواد ګمرکونه د مرکزي سیستم له لوري اداره کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د فساد سره د مبارزې لپاره د افغانستان د مالیې وزارت تازه کړنلاره!
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، وروسته له دې به د هېواد مهم ګمرکونه د مرکزي سیستم له لوري اداره کیږي.
یاد وزارت وايي چې د ګمرګونو کنټرول د مرکزي سیسټم له فساد څخه مخنیوي کوي او په ګمرګونو کې د روڼتیا د ټینګښت لامل ګرځي.
دا سیسټم د هندي شرکت له لوري د یو میلیون او درې سوه زره ډالره لګښت سره جوړ شوی دی او اوس مهال پنځه ګمرګونه سره نښلول شوي دي.
تېره ورځ د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیسټم پرانستل شو، موخه يې هم په ګمرکونو کې د روڼوالي ټینګښت او د فساد کموالی بلل کیږي.
د هېواد په سترو عایداتي سرچینو کې د فساد شتون هره شېبه شتون لري دغه سیسټم چې ګټه اخیستل شوی دی په ګمرګونو کې د فساد لاس لرونکو، په کالیو باندې د تعرفې کمښت ښکاروندوی کوي.
د مالیې وزارت وايي چې دغه سیسټم سره ګمروکونو کې سوداګریز توکي د صفر څخه به تر مقصد پورې کنټرول شي.
د ننګر هار، هرات، آقینه، نیمروز او کندهار ګمرکونه تر اوسه د کنټرول مرکزي سیسټم سره وصل شوي دي.
هغه سیسټم چې د قاچاقي توکو څخه هم مخنیوی کوي او د دولتي بنسټونو ترمنځ همغږي هم زیاتوي.
د سوداګرۍ خونه وايي چې په ګمرکونو کې د تسهیلاتو راوستلو سره د هېواد عواید زیاتیږي، چې د هېواد نږدې پنځوس سلنه عواید د ګمرکونو څخه ترلاسه کیږي.
د افغانستان د روڼتیا بنسټ راپور ښايي چې د هېواد زیات شمېر عواید په ګمرکونو کې حیف او میل کیږي او په لویه کچه فساد په دغه عواید لرونکې برخه کې شتون لري.