د طالبانو مذاکره کوونکي ټیم کې بدلونونه

خبریال وېب پاڼه/ ډيلي ټایمز وايي طالبان خپل مذاکره کوونکي ټیم کې بدلون راولي یا هم نوی ټیم د خبرو لپاره ټاکي.

د طالبانو مشران د بین الافغاني خبرو په درشل کې د دې ډلې مذکراتي ټیم کې د بدلون او حتی د نوي ټيم جوړېدو په اړه خبرې کوي.

د طالبانو یو غړي چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ډیلي ټایمز ته ویلي دي چې وړاندیز شوی دی د طالبانو مشرتابه ډلې څخه یو نوی ټیم جوړ شي او دا ټیم به د طالبانو مشرتابه د مستقیمې څارنې لاندې وي.

د طالبانو دې غړي ویلي، بل وړاندیز دا دی چې نوي غړي دې پخواني ټيم ته ور وپېژندل شي او د دې موخه چې ټیم د چا تر نفود تر اغېز لاندې نه وي.

همدارنګه یې وویل چې پرېکړه نیول شوې نه ده او هیلې دا دي چې په دا وړاندیز به راتلونکو ورځو کې د رهبرۍ شورا کې خبرې وشي.

راپور کې راغلي دي چې د طالبانو رهبر امیرخان متقي، مولوي جان محمد مدني، ضیاالرحمن مدني، شیخ سید رسول د مذاکرې له ټیم څخه لرې شوي دي او داکتر صالح، منیر سعادت، جهانګیروال، عبید عابد قاضي سیدا جان هم د قطر سیاسي دفتر څخه لېرې کړل شوي دي.

په ورته مهال د افغان حکومت مذاکراتي ټیم هم پوره چمتوالی نیولی او د مذاکراتو نېټې د وروستۍ کېدو سره به حرکت وکړي.

له دې سره بیا وړم ماښام د افغانستان امریکا او روسیې د تاوتریخوالي کموالي او بین الافغاني خبرو ژر تر ژره پیلېدو باندې ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له پاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو په یوه ویډیو ناسته کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره د سولې هڅو څخه هرکلی کړی او بین الافغاني خبرو په اجنډا کې د اوربند شاملیدو باندې ټینګار وکړ.

درې واړو لوریو همدارنګه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر کې د مرستو ژمنې او د نولسو کلونو لاسته راوړنو په اړه ژمنې شو يدي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More