مليامنیت ! جمعیت اصلاح ښايي په ځینو بریدونو کې ککړ وي

خبریال ویبپاڼه – مليامنیت د کابل پر دیني مراکزو او مسجدونو په بریدونو کې د جمعیت الصلاح افغانستان ډله تر څېړنې او تفتیش لاندينیولې ده .
د مليامنیت یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د جمعیت الصلاح ډله کې داسيتوندلاريشتون لري چې د سیاسي فعالیت پر ځای تاوتریخالياو د وسلې په مټ فعالیت ته ترجیح ورکوي.
افغان امنیتيادارې په دې باور ديچې ددغې ډلې (جمعیت الصلاح) ځینيکارکونکيپه تاوتریخوالياو ځینو غلچکيبریدونو کې ښکیل دي .
که څه هم تر دم ګړیه افغان حکومت رسمأ دا خبره نه ده کړې ؛ خو د خبریال سرچینې وايي چې دوی ځکه ددې خبرې د پټولو هڅه کوي چې د مليامنیت پټ عملیات را څرګند نشي.
جمعیت الصلاح یوه اسلاميډله ده چې په افغانستان کې فعالیت کوياو د افغانستان د مليمبارز غازيامان الله خان وجد او لوړوالی نه مني.
تر اوسه پخپله دغه ډلې دا نه ده تاید کړې چې مليامنیت یې پټې پلټنې بیل کړې دي، خو د خبریال وېب پاڼې سرچینې وايي چې دغه ډله له سیاسي، ټولنیز او رسنیز فعالیت سره سره هم مهاله له ځینو وسله والو کړنو هم ډډه نه کوي .
پر جمعیت الصلاح باندې دا تور هم پوري کېږي چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ښځو د زدکړو د مخنیويهڅه کوي؛ او پلان لريچې په افغانستان کې د ښځو د پر مختګ مخه ډب کړي.
له بله اړخه وسله والو طالبانو لا له وړاندې داسيانګېرنې لرلې چې جمعیت الصلاح ددوی د پالیسو سره په ټکر کې ځیني کړنې کوي.
څلور میاشتي وړاندي د افغانستان د ختیځو لایتونو لپاره د طالبانو ځواکمن قوماندان پیر اغا دغې ډليته سخت ګواښ کړی وو، خو ورسته دپیر اغا به بدلون سره د طالبانو هغه ګواښ پر ځای پاتې شو .
که څه هم افغان حکومت دم ګړی په مخامخ ډول د جمعیت الصلاح ډلې سره مخالفت ته نه دي رادانګلي،خو په مليامنیت کې دننه داسيکړۍ شتون لريچې د جمعبت الصلام له کړنو سره مخالفت کوياو اوس یې په زغرده ددغې ډلې د ځینو ورانکاره کړنو مخنیوي ته رادانګليدي .
د یادلو وړده چې که چېرته پر جمعیت الصلاح په مسجدونو کې پر ملا امامانو بریدونه ثابت شي، ښایی افغان حکومت یې یوه ترهه ګره ډله اعلان کړي.