موندنې، په ایټالیا کې کرونا له تېر ډیسمبر څخه موجود ؤ

خبریال وېب پاڼه/د ایټالیا د روغتیا ملي موسسه وایي چې په دغه هېواد کې یې د فاضله موادو له نمونو څخه موندلې چې ایټالیا کې د تېر زیږدیز کال له وروستۍ میاشتې را په دې خوا د کرونا ویروس موجود ؤ.
د ایټالیا د روغتیا ملي موسسې د معلوماتو له مخې په ایټالیا کې یې د فاضله موادو له نمونو څخه موندلې ده چې په دغه هېواد کې د تېر زیږدیز کال له وروستۍ اکتوبر میاشتې را په دې خوا د کرونا ویروس موجود ؤ.
ایټالوي رسنۍ وایي، وړاندې تر دې چې د روان کال د فبروۍ په میاشت کې په دغه هېواد کې د کرونا لومړنۍ مثبتې پېښې ثبت شي، په تېر ډسمبر کې د ایټالیا دوو لویو ښارونو ته دغه ویروس تللی ؤ.
د همدې جون میاشتې په لومړیو کې په ایتالیا کې کرونا وبا په نسبي توګه کنټرول شوه او د سختو مرګونو مخه په کې ونیول شوه. له دغې هېواد سربېره بل اروپایي هېواد هېواد اسپانیا هم د کرونا وبا تر سخت برید لاندې راغلي ؤ چې هلته هم په دې وروستیو کې کرونا په نسبي توګه کنټرول او د مړینې ګراف په تدریجي توګه کم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ایټالیا کې په رسمي توګه د کویډاـ۱۹ لومړنۍ مثبته پېښه د فبرورۍ په منځنۍ برخه کې ثبت شوه.
د ایټالیا د روغتیا ملي موسسه وایي چې دغه نوې موندنې به ه دوی سره د کرونا وبا په مهار کولو کې مرسته وکړي او دوی به له دغه هېواد څخه د کرونا ویروس رېښې وباسي.
ایټالیا د اروپا په کچه لومړنی هېواد ؤ چې د کرونا مثبته پېښه په کې ثبت شوه او د نړۍ په سطحه هم لومړنی هېواد ؤ چې په ټول هېواد کې یې کرنتین پلی کړ.
دغه د کرونا په وبا ځپل شوي هېواد اوس تازه د آرام ساه اخلي او کرونا وبا ورڅخه د ټولېدو په حال کې ده. ایټالیا کې کله چې د فبروري په ۱۹ مه نېټه لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه، په ډېره کمه موده کې د دغه هېواد ۹ ولایتونو ته کرونا ورسېده او د مارچ په لومړۍ نېټه یې حکومت اړ شو چې ملي کرنتین اعلان کړي.
تر اوسه په دغه هېواد کې څه د پاسه ۲۳۸ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي دي چې له ډلې یې شاوخوا ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا د دغه هېواد په تاریخ کې وبا ته تر ټولو ستره قرباني بلل کېږي. داسې چې په ډېرو جنګونو کې یې هم دومره قرباني نه ده ورکړي