طالبانو د دایکندي کجران ولسوالۍ پورې اړوند د سورلۍ ډک موټرونه برمته کړي

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو په هلمند ولایت کې د خپل کنټرول لاندې سیمه کې د دایکندي کجران ولسوالۍ پورې اړوند د مسافرو ډک موټرونه برمته کړي.

په دې موټرونو کې د مسافرینو شمېر ٥٣ تنو ته رسیږي چې ٣٥ ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د دایکندي امنیه قومندان غلام سخي غفوري وایي، چې طالبانو له سورلۍ ډک ١٥ موټرونه برمته کړي، خو د دایکندي د ولایتي شورا رییسې شیما رستمیان هم خبریال وېب پاڼې ته دا پېښه تایید کړې خو نوموړې د سورلۍ موټرونو شمېر ٢٧ ښودلی دی.

طالب وسله والو په دې خاطر دا موټرونه ودرولي، چې څو ورځې وړاندې د دوی د ولکې لاندې له سیمې یوه انجلۍ د کجران ولسوالۍ له یو هلک سره وتښتېده او کجران ولسوالۍ ته دننه شول.

د انجلۍ مور او پلار طالبانو ته عارض شول او طالبانو اوس د دې کار په بدل کې د دایکندي د کجران ولسوالۍ مسافرین برمته کړي دي.

طالبانو ویلي، تر څو هلک او انجلۍ دوی ته تسلیم نه شي، برمته شوي مسافرین نه خوشې کوي.

لا هم د کجران ولسوالۍ د مشرانو خبرې له طالبانو سره دوام لري، تر څو برمته شوي کسان خوشې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان مسافر ځوروي، بلکې په ځلونه یې د مسافرینو موټرونه درولي او مسافرین یې برمته کړي دي.

د دې تر څنګ طالبان د خپل کنټرول لاندې سیمو کې په مېرمنو او نجونو د صحرایي محکمې حکمونه عملي هم کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ساحو کې د ورته پېښو په ترسره کېدو سره تل د طالبانو له لوري نجوني یا مېرمنې په صحرا کې په ډېرې بې رحمۍ سنګسار شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More