امریکا د داعش مشر پیدا کولو ته دوه برابره جایزه اعلان کړه

خبریال وېب پاڼه/داعش تره ګره ډله چې په منځني ختیځ کې لا هم پراخ فعالیت لري او هره ورځ سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي، امریکا یې د رهبر په لټه کې ده.

امریکا په خپل یوه تازه بیان کې ویلي دي چې د داعش د رهبر په پیدا کولو کې که چا ورسره د سمو اطلاعاتو مرسته وکړه، د اعلان شوې جایزې دوه برابره به ورکړي.

د داعش ترهګرې ډلې نوی مشر چې محمد عبدالرحمن مولا سلبي نومېږي، وړاندې تر دې چې د داعش ډلې مشر وټاکل شي، د دغې اورپکې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي ولیعهد ؤ. هغه مهال امریکا د نوموړي د پیدا کولو لپاره ۵ ملیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

کله چې د داعش مشر ابوبکر بغدادي د تېر ۲۰۱۹ ز کال په اکتوبر کې د امریکا لخوا ووژل شو، ورسره هم مهاله دغې ترهګرې ډلې محمد عبدالرحمن د خپلې ډلې مشر اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې منځی ختیځ او افغانستان د تاریخ په یوه تریخ پړاو کې را ګیر دي چې هره ورځ یې په یوه او بل نوم زرګونه کسان وژل کېږي.

په افغانستان کې هم د پخوا په پرتله د دغې ترهرګې ډلې فعالیتونه زیات شوي دي. که څه هم ځینې سیاسي شنونکي دا یوه لوبه ګڼي او وایي چې یوازې د وسله والو طالبانو د بیرغ بدلولو هڅه روانه ده خو په ورته وخت کې ځینې پخواني حکومتي چارواکي وایي چې که د داعش فعالیتونه په افغانستان کې زیاتېږي، نو د جګړې د یوه بل فصل د پرانیستلو امکان هم شته دی.

اوس مهال افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوې دایمي او تلپاتې سولې په درشل کې دی خو په دې وروستیو کې د کرونا وبا له امله یاد شوي فعالیتونه هم کمرنګ شوي دي، خو په هېواد کې د جګړې زور زیات شوی دی او هره ورځ افغانان له دریو خواوو وژل کېږي.

ویل کېږي د داعش نوی مشر مولا سلبي په ۱۹۷۶ ز کال کې زیږېدلی دی. د راپورونو له مخې دغه ترهګر مشر د خلکو په تښتونه او عام وژنه کې لاس درلود، چې له ډلې یې په عراق کې د ایزیدیان د نسل وژنې یادونه شوې ده.

دغه ترهره ډله له عام وژنې سربېره د اقلیتونو ښخې ورته برمته کوي او د وینځې استفاده ورڅخه کوي. ملا سلبي په عراق کې زیږېدلی دی او له ترکمن قوم څخه دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More