لس هغه لاملونه چې د زر زړښت لامل کېږي

خبریال وېب پاڼه/زړښت او د عمر په تېرېدو سره په څېره، وېښتانو او وجود کې د کمزورۍ احساس د ژوند یو عادي او په هر چا باندې راتلونکی پړاو دی خو دا چې څنګه کولی شو په نسبي توګه تر زیات عمر په خپله ظاهري ښکلا کې د زړښت له نښانو سره مقابله وکړو، هغه څه دي چې باید ځان پرې پوه کړو.

راځئ هغه لس عوامل وپېژنو چې د زر زړښت لامل کېږي:

  • په یوه وخت څو دندې پر مخ وړل. دا هغه څه دي چې ذهني آرامي له سړي اخلي او د خپګان او فشار لامل کېږي.
  • په ۲۴ ساعتونو کې له ۵ کړیو کم خوب کول. دا هم کولی شي ستاسې ذهني سکون واخلي او نارامي مو زیاته کړي.
  • ډېره غذا خوړل: د پوستکي او ويښتانو متخصصین په دې باور دي چې خواږه یا قند په بدن کې د حجرو د پروټينونو د الیاف د کمزوري کیدو باعث ګرځي. دا د دې لامل کیدای شي چې د پوستکي تازه والی یا ځلا له مینځه یوسي او د ګونځو د پیدا کیدو سبب وګرځي.

که چیرته غواړئ چې د مخ او پوستکي ښکلا او تازه ګي مو پر ځای پاتې شي نو د خوږو شیانو خوراک کم کړئ.

  • تلویزیون ته ډېر کتل: هغه کسان چې په منځنۍ توګه په ورځ کې له شپږ ساعتونو زیات تلویزیون ګوري؛ د خپلو همزولو په نسبت پنځه کاله کم ژوند کوي.

کله چې له ۳۰ دقیقو زیات کینۍ، بدن مو خواږه یا قند حجرو ته سپاري چې دا ستاسو د چاغوالي لامل ګرځي. کله چې تلویزیون هم ګورئ نو له هرو ۳۰ دقیقو وروسته پاڅیږئ او قدم ووهئ.

  • د سترګو او پستکي د کریمونو نه کارول: د سترګو شاوخوا پوستکې مرطوب او لوند ساتل مو کلونه ځوان ښکاره کوي. هغه کریمونه چې د ویټامین ای لرونکي وي پوستکی نرم او مرطوب ساتي. ټول هغه نرم کوونکي او مرطوب کوونکي کریمونه انټي اکسیډنټ، هیلورنیک اسیډ او ویټامین سي لرونکي وي.
  • د لمر د وړانو ضد کریم نه کارول: له وخته مخکې د زړښت یو بل لامل هم د لمر وړانګو ضد کریمونو نه استعمالول دي. د لمر وړانګې د پوستکي الاستیکیت کمزوری کوي او پوستکي کې خطونه او ګونځی پیدا کیږي. د لمر ضد کریمونه هر وخت استعمال کړئ حتی که د لمر وړانګې په وریځو کې هم پټې وي.
  • فزیکي فعالیت نه کول: د انګلیستان طبي او ورزشي ژورنال څیړنو ښودلې، هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې په فزیکي ډول فعال وي له ۱۰ تر ۱۳ کلونو زیات ژوند کوي.
  • ځانته پاملرنه نه کول: له حده زیات آرایش کول، په خاص ډول غوړین محصولات استعمالول چې ستاسو د پوستکي نورمال فعالیت زيانمنوي او د تورو لیکو او داغونو د پیدا کیدو سبب ګرځي، کارولو کې یې خورا له دقت څخه کار واخلئ.
  • شحم لرونکي خواړه نه خوړل: ډیر شحمیات د بند سلامتۍ او ظاهري ښکلا ساتلو لپاره ضروري دي. د اومیګا ۳ شحم د زړه د سلامتیا لپاره ضروري دي چې په ماهیانو او وچو میوو کې شته دي. دغه شحم د دماغ او زړه سلامتیا لپاره ښه دي.

پدغه حالت کې ويدونه کیدو له امله د مخ په انساجو او شته کولاجین باندې د فشار له امله کمزوري کیږي او د خطونو د پیدا کیدو سبب ګرځي، چې کیدای شي دايمي شي.

  • کور یا کوټه له حد زیات زیات ګرمول: په یخ موسم کې کور له حده زیات ګرمول چې د هوا رطوبت کموي چې دا د پوستکي د وچوالي سبب ګرځي او التهابي کیږي، نو د کور یا کوټې ګرمولو کې له ډېر دقت څخه کار واخلئ.
ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More