د ایران په مشهد ښار د کرونا دویمه څپه راغلې

خبریال وېب پاڼه/  ایران کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا مخ په ډېرېدو دی.

ایران کې له کرونا وبا سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د یاد ویروس له ویرې یې  یو ځل بیا د ایران مشهد ښار قرنطین کړ.

یادې ادارې زیاته کړې، چې په مشهد ښار کې د کرونا وبا مثبتو پېښو شمېر د دویم ځل لپاره مخ په ډېرېدو دی نو له همدې امله یې دا ښار د دویم ځل لپاره د یوې اونۍ لپاره قرنطین کړ.

ایران یو له هغو هیوادونو دی چې کرونا ویروس زیات زیانونه ور اړولي دي.

تر دې وړاندې د ایران د خراسان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال ویلي و، چې مشهد کې د کرونا وبا مثبتو پېښو شمېر مخ په لوړېدو دی او دا چاره د کرونا ویروس د دویمې څپې څرګندونه کوي.

هغه ویلي وو، چې ښایي دغه ښار یو ځل بیا د هر ډول کاروبار او تګ راتګ پر مخ وتړل شوي.

کرونا ویروس لومړی په چین کې راڅرګند شو او بیا یې د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو ته مخه وکړه او هره برخه یې زیانمنه کړه.

د کرونا وبا لاهم په ټوله نړۍ کې په خورا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه یې د ځپل شویو کسانو شمېر په ټوله نړۍ کې تر لس میلیونه اوښتی دی.

د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر لس ملیونو اوښتی او د دغې وبا له امله د مړو شویوکسانو شمېر هم تر نیم میلیونه زیات شوی دی.

امریکا لا هم د د کرونا ځپلو او د دغې وبا له امله د مړو په کتار کې لومړی ځای لري.

په دغه هېواد کې د کرونا له امله څه د پاسه ۲۵۹۶۵۳۷ کسان اغېزمن شوي دي او د مړو شویو کسانو شمېر یې هم د ۱۲۸ زرو نه پورته دی.

امریکا کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د سپينې ماڼۍ ارشد سلاکار آنتوني فاوچي په یوه خبري غونډه کې ویلي ، ښایي داسې ورځ هم راشي ، چې په دې هیواد کې په یوه ورځ ۱۰۰ زره مثبتې پیښې ثبت شي.

اوسمهال د امریکا په درېیو ایالتونو تګزاس، کلیفورنیا او آریزونا کې د کرونا مثبتې پېښې خورا ډېرې شوې دي، چې د امریکايي چارواکي یې اندیښمن کړي دي.

تازه د یاد هیواد حکومت امر کړی، چې د کرونا ویروس لپاره د واکسین جوړولو لړۍ هم باید چتکه شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More