له اوږدو جنجالونو وروسته د روان کال بودیجه تصویب شوه

خبریال وېب پاڼه/ولسي جرګې نن چهارشنبې د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه وتوانېدل چې د روان ۱۳۹۹ ل کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړي.
بالاخره نن چهارشنبې د روانې جولای میاشتې په لومړۍ نېټه وتوانېدل چې د روان ۱۳۹۹ ل کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړي.
ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره نن د جولای میاشتې په لومړۍ چې د چنګاښ میاشتې له ۱۱ مې نېټې سره سمون خوري د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات تصویب کړل.
په ولسي جرګه کې د مالي کمیسیون منشي سید عظیم وویل چې ولسي جرګې دغه طرحه له ځینو بدلونونو سره تصویب کړه. نوموړی زیاتوي چې دا طرحه د حکومت له لوري د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې برخه کې د ځانګړې شوې بودیجې او دغه راز د ځینو کودونو د تعدیل په موخه ولسي جرګې ته استول شوې وه.
په ورته وخت کې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندېوال له ولسي جرګې مننه کړې چې روان بیړني حالت ته په کتو سره یې بودیجوي تعدیلات تصویب کړل، چې د دې تعدیلاتو له تصویب سره حکومت کولی شي د کرونا ویروس خپریدو له امله اوسنیو ستونزو ته په سمه توګه رسیدنه وکړي.
د مالیې وزارت ویلي، د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په هیواد کې د کرونا ویروس له خپریدو وړاندې ترتیب شوې وه چې په هغه وخت کې د داسې خطرونو وړاندوینه نه وه شوې، په همدې اساس حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ملي بودیجه کې یو لړ تعدیلات راوستل.
د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه د کال د پیل په پرتله ۱۸ میلیارده افغانۍ زیاته شوې چې ۱۲.۲ میلیارده افغانۍ په پراختیایې او ۵.۷ میلیارده په عادي بودیجه کې زیاتوالی راغلی، له بودیجوي تعدیلاتو وروسته د روان مالي کال بودیجه په ټوله کې ۴۴۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۹۴ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۵۱ میلیارده یې پراختیایې بودیجه جوړوي.