د تېر کال په پرتله د زابل بادامو ١٢ سلنه زیاتوالی موندلی

خبریال وېب پاڼه/ د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي د دې ولایت د بادامو د حاصلاتو د ۱۲ سلنې زیاتوالي خبره کوي او وایي، چې له بڼوالو سره هر اړخېزې مرستې، د بڼوالو عامه پوهاوی، کافي اورښتونه او د ناروغیو میخانیکي مخنیوي هغه لاملونه دي، چې د دې ولایت د بادامو سږنۍ حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاته شوي دي.

د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت ۱۰ زره او ۷۵۰ هکټاره ځمکه د بادامو ونې پوښلي دي، چې سږکال یې حاصل د تېرکال په پرتله ۱۲ سلنه زیاته ده.

د زابل ریاست چارواکي زیاتوي چې موږ هلې ځلې کوو، چې د زابل ولایت کرنیز تولیدات د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پلوه ډېر کړو.

د زابل د کرنې ریاست په دې ولایت کې د بادامو د لانورو بڼونو د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه موږ په دې هڅه کې یو چې د بادامو د نويو بڼونو په جوړولو سره او یا لږ تر لږه د نباتي افتونو د ضد درملو په رسولو سره ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو کچه لوړ کړو.

په ورته وخت کې د دې ولایت د بادامو بڼوال هم د بادامو له سږنۍ حاصلاتو خوښ دي.

زابل د هېواد په سوېل لوېديځ كې پروت ولایت دى، چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو څو کلونو کې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د بادامو د نوي بڼونو په جوړولو سره توانېدلې دی، چې د زابل د بادامو د حاصلاتو کچه لوړ او د بڼوالو عواید زیات کړي.

په ورته وخت کې په دایکندي ولایت کې هم د بادامو حاصلات زیات شوي دي د دایکنډي ولایت د کرڼې، اوبو لګولو رئیس سید عبدالوهاب فېروزي په دې ولایت کې د بادامو د حاصلاتو د زیاتوالي عوامل د وچکالۍ د اغېزو کمېدلو تر څنګ، د نباتاتو د ناروغیو او افتونو کنټرول، د اصلاح شویو نیالګیو وېش او د معیاري بڼونو جوړول ښودلي دي.

بادام د دایکندي ولایت د عمده کرڼیزو محصولاتو له ډلې څخه شمېرل کیږي.

د دایکندي د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د دې ولایت په ډېریو ځمکو کې بزګرانو د بادامو ونې کرلي دي.

اوس مهال په دایکنډي ولایت کې یو من بادام په ۳۵۰۰ افغانیو باندې پلورل کیږي.

په افغانستان کې د دایکنډي او سمنګان په ولایتونو کې د دغه هیواد د نورو ولایتونو پرتله زیات بادام تولیدیږي.

په دایکنډي ولایت کې بزګران ۲۴ ډوله بادامو حاصل اخلي، چې ” ستاربايي” یې ت رټولو قیمتي حاصل ګڼل کیږي، چې یو من یې په بازار کې تر شپږ زرو افغانیو پلورل کیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More