لویې څارنوالۍ د برهان عرش په نوم د پیسو لوی غل ونیو

خبریال وېب پاڼه/ دوو شرکتونو د کاناډا او اروپایي هېوادونو د ویزې اخیستو په پلمه، هېوادوالو څخه زرګونه ډالره اخیستې دي.

د یوه مسافرتي شرکت د مرسل سادات پولي او صرافۍ چوپړتیاوو شرکت سره همغږۍ کې، غولونې سره، د هیوادوالو زرګونه ډالره پیسې وهلي دي.

یو شمېر هغوه هېوادوال چې ادعا لري د دغه شرکت له خوا تېر ایستل شوي دي وایي، برهان عرش چې د دواړو شرکتونو مشري پر غاړه لري، د کاناډا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو د ویزې اخیستو په پلمه، هغوی څخه پیسې اخیستې خو څوک یې بهر ته نه دي لېږلي.

برهان عرش دریو نورو کسانو سره د دوکه کارۍ په تور د لویې څارنوالۍ له خوا نیول شوی دی او دوسیې یې محکمې ته استول شوې دي.

هغه ډله چې د کاناډا تلو لپاره یې پیسې لګولي دي، لا هم په کابل کې سر ګردانه ګرځي.

دوی یوې موخې سره راټول شوي دي او له هغه شرکت څخه د پیسو بېرته اخیستل مدعي دي، چې دوی ته یې دوکه ورکړې ده.

له شل تر څه باندې سل زره ډالر یې هغه مسافرتي او د پیسو خدماتي شرکت او صرافۍ ته ورکړي دي چې هېوادونو لکه د کاناډا او اروپایي هېوادونو ته د ویزې د اخیستو توان او صلاحیت نه لري.

محمد تواب نږدې یو کال مخکې کاناډا ته د تلو په موخه د شل زره ډالرو په بدل کې د نړیوالو اړیکو مسافرتي شرکت سره تړون وکړ.

تواب وایي ټاکل شوې وه چې دغه شرکت د شل زره ډالرو په بدل کې، د کاناډا ویزه ورته واخلي، خو صرافي او شرکت ته په کراتو مراجعې سره، نه یې د کاناډا ویزه ترلاسه کړه او نه یې هم پیسې.

د کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو ویزې اخیستلو لپاره، د باور وړ شرکت او صرافۍ کې د مشتري پیسو ایښودل، اصلي شرط څخه شمېرل کېده.

پولیسو د مرسل سادات صرافي مهر لاک کړې ده.

هغه صرافي چې د هېوادوالو زر ګونه ډالر پیسې یې اخیستي او بیرته یې نه دي ورکړي.

په دغه سند کې د مشتري پیسې د امانت په توګه د پیسو خدمتونو او صرافي کې ساتل کېدې او د نړیوالو اړیکو مسافرتي شرکت مشر برهان عرش د مرسل سادات صرافي مالي ضمانت کاوه.

یو شمېر زیانمن کسان وایي چې مسافرتي شرکت د پیسو خدمتونو شرکت سره په همغږۍ کې چې د دواړو په مشرتابه کې یو تن دی، خلکو ته دوکه ورکوله او پیسې یې ترې اخیستي.

دغه کس هم څه باندې شپیته زره ډالره شرکت ته ورکړي دي.

دغه شرکت د پیسو تر لاسه کولو څخه وروسته، مشتریانو سره ژمنه کوله چې د دوی ویزې پروسېس او د ګوتې نښان اخیستل په دوبۍ کې د کاناډا سفارت کې ترسره کوي، خو د کاناډا سفارت پر ځای، دوی یې بیول او د بي اف اس ګلوبل په نوم یوه عادي شرکت کې یې د ګوټو نښان ترې اخیست.

د نړیوالو اړیکو مسافرتي شرکت تړون په یوه برخه کې له مشتري سره، د ویزې د پروسس موده درې میاشتي یاده شوې ده د ویزې نه تر لاسه کولو په صورت کې مشتري ته یې باید خپلې پیسې بېرته ورکړل شي.

خو زیان لیدونکي ادعا لري چې له میاشتو وروسته، د دوی پیسې بېرته نه دي ورکړل شوي.

لویې څارنوالۍ برهان عرش له درې تنو نورو سره د فریب کارۍ په تور نیولي دي او اوس په توقیف خونه کې دي.

د دغه بنسټ ویاند وایي له برهان عرش څخه د پیسو اخیستلو لپاره دیرش تنو لویې څارنوالۍ ته مراجعه کړې ده.

د برهان عرش مدافع وکیل ونه غوښتل چې په دې اړه زموږ سره خبرې وکړي.

د دغه کس شرکت، د کابل په زړه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دوه سوه متري کې پرانیستی دی او حکومت یې تر دا مهاله د تړل کېدو لپاره یې پریکړه نه ده نیولي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More