رویا رحماني د فساد په تور له واشنګټنه کابل ته غوښتل شوې

خبریال وېب پاڼه/ یوې حکومتي سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چي د امریکا متحده ایالتونو لپاره د افغانستان سفیره رویا رحماني د سفارت د دېوال په قضیه کې د مالي فساد له امله د لويي څارنوالۍ له خوا کابل ته غوښتل شوې او ورته ویل شوي چي د وږي (سنبلې) پر درېیمه باید کابل کې حاضره اوسي.

بله خوا ویل کېږي چې رویا رحماني د اداري کارکوونکو سره په مجلسونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني پر آدرس اخطاریه څرګندوني کړي، چې که یې د څارنوالۍ له منګولو خلاصه نه کړي نو دا به یې هم د مالي فساد هغه مسایل افشا کړي چې تر اوسه نه دي افشا شوي.

اټکل کېږي چې ولسمشر به د کابل ښاروالۍ، عامي روغتیا وزارت او واشنګټن سفارت د فساد څېړلو په پایله کې مجرمین محاکمه کړي او کاري رپوټ به یې نړیوالې ټولنې ته د خپلې لاسته راوړنې په توګه وړاندې کړي. خو که د رویا رحماني او ورسره ښکېلو مسئولینو پر قضیه سترګې پټې شي، دا به د سفیرې رحماني د اخطارونو پر حقانیت دلالت وکړي چې ګواکې ولسمشر پخپله د نوموړې سره ګوتي پټې کړیدي.

د تېرې جولای میاشتې پر ۱۱مه په واشنګټن کې د افغان سفارت د یوه ۸۸ متره دېوال په قضیه کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو د فساد تر سندونو خپرېدولو وروسته، تر اوسه د سفیرې رحماني د ګوښه کولو په هکله حکومت انتظار کړی دی، په داسې حال کې چې په مسکو کې د افغان سفیر دوکتور لطیف بهاند پر ګوښه کولو یوه ورځ هم انتظار نه شو.

د کتونکو په باور ولسمشر یوازې د پښتنو په وړاندې قاطعیت څرګندوي، هغه که د توطیو په بنسټ هم وي.

ویل کېږي چې رویا رحماني د سفارت سره د خپلي شخصي غیري دولتي ادارې (ان جي او) په څېر چلند کوي، دکتاتورانه حرکتونه کوي، د افغانستان سره بلدیت نه لري او د ارزښتونو سره یې لېوالتیا نه لري.

رویا رحماني‌ چې د کاناډا اوسېدونکې افغانه ده ؛ تر دې وړاندي‌ هم په ورته کړنو تورنه بلل شوې ده، پر نوموړې تور دی چې ژبني اورته لمن وهي او اکثره پرېکړي‌ د خپلو شخصي ګټو پر بنیاد کوي‌.

واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د اوسنۍ سفیرې رویا رحماني د اداري فساد په هکله تر دې وړاندي دخبریال ډاټ کام د پرله پسې راپورونو او معتبرو سندونو خپرېدو په دوام، د افغانستان تلویزوني شبکو هم تېر کال نوي افشا ګرۍ وکړې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More