امریکا او نړیواله ټولنه به مذاکرات له نزدې څاري

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شپه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سولې لپاره باید افغان حکومت او طالبان په لاس راغلې موقع او وخت ضایع نه کړي او کوټلي ګامونه پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي، چې امریکا او نړیواله ټولنه به د افغانانو خپل منځي خبرې له نزدې وڅاري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا به د اړتیا په صورت کې د بین الافغاني مذاکراتو او افغان سولې بهیر کې ورسته وکړي.

یادې اعلامیې کې دا راز د افغان حکوما او طالبانو سره له هغې ژمنې یادونه شوې، چې د افغانستان له خاورې پر امریکا د ترهګریزو بریدونو ګواښ نه وي.

د افغانانو خپل منځي خبرې د دواړو لوریو افغان حکومت او طالبانو له خوا پر سبا شنبه تأیید شوي، چې په قطر کې به پیل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر سبا شنبه د سپټمبر دوولسمه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل هرکلی کړی دی.

خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په تړاو په ټویټ کې وړاندې زیاتونهېکړې چې دا د افغانانو لپاره تاریخي موقع ده، چې باید په سمه توګه ترې ګټه واخلي او ټول سره یو ځای یو سیاسي تفاهم ته ورسیږي.

د سولې بین الافغاني مذاکرات د افغان حکومت او طالبانو له لوري د بندیانو ازادولو بهیر د ځنډېدو له کبله وروسته پاتې شوي وو.

د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړې وروسته د طالبانو ٨٠ بندیان خوشې شول او پاتې نور یې د افغان حکومت د شرطونو له کبله چې طالبان باید د کومانډو ځواکونو په ګډون د حکومت یو شمېر سرتېري خوشې کړي، د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ ودرېدله.

افغان حکومت له څو اوونۍ ځنډ وروسته تېره اوونۍ د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل او پای ته ورسوله.

خو دا چې طالب مشران په پاکستان کې وو، د افغان حکومت د مرکچي پلاوي سفر وځنډېد، چې له امله یې د افغانانو خپل منځي مذاکرات هم وروسته پاتې شول.

تېره ورځ طالبانو یو ځل بیا بهانه وکړه، چې د دوی پوره بندیان نه دي خوشې شوي او په دې توګه یې غوښتل دا بهیر ټکنی کړي.

د طالبانو شپږ هغه بندیان چې د اسټرالیایي او فرلنسوي اتباعو پر وژلو تورن دي، د یادو هېوادونو د مخالفت له وجې خلاص نه شول او قطر ته استول شوي، چې هلته به امریکایي کمپ کې د امریکا تر نظر بند لاندې وي او د فرانسې او اسټرالیا سره د امریکا تر جوړ جاړي وروسته به افغانستان ته را ولېږدول شي او له دې ځایه به ازاد شي.

د یادو شپږو تنو بندیانو له ډلې پنځه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دي او یو یې پاکستانی وګړی دی.

د سولې بین الافغاني مذاکرات چې سبا شنبه د سپټمبر پر دوولسمه نېټه به د قطر پلازمېنې دوحه کې پیل شي، نن به د عبدالله عبدالله او معصوم ستانکزي په مشرۍ د حکومت مرکچي پلاوی قطر ته روان شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More