بریتانیا په را روانه میاشت کې د HIV درمل بازار ته وړاندې کوي

خبریال ډاټ کام/د COVID_19 وبا ناروغۍ په دې ترهېدلې نړۍ کې تازه د بریتانیا د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې د را روانې اپریل میاشتې په لړ کې به د اېچ آی وي د مخنیوي لپاره بازار ته نوی درمل وړاندې کړي.

د پرېپ په نوم درمل چې د نا خوندي او ناببره جنسي اړیکو لپاره په ورځ کې یو ځل وخوړل شي، د اېچ آی وي (ایډز) د لېږدېدو مخه نیسي. د بریتانیا د عامې روغتیا وزارت د بیان له مخې د دې درمل کارونه کولی شي په راتلونکو لسو کلونو کې د اېچ آی وي ویروس نوې قضیې ختمې او په ټپه ودروي.

په بریتانیا کې څه باندې یو لک کسان په اېچ آی وي اخته دي. د یاد هېواد د روغتیا پالانو په وینا په دغه هېواد کې کابو ۷ سلنه کسان په دې لا خبر نه دي چې دوی دې پر اېچ آی وي ویروس اخته شوي وي. هېره دې نه وي چې یاد شوی درمل یوازې د ایډز ناروغۍ د لېږد مخه نیسي او د نورو ناروغیو د لېږدېدو مخه نه نیسي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال د جولای میاشت کې امریکا کې د یاد شوي ویروس واکسین جوړ شوي وو چې د اېچ آی وي پر وړاندې د وجود معافیت یې پیاوړی کاوه. په ټوله نړۍ کې تر ۳۷ ملیونه زیات وګړي پر اېچ آی وي ناروغۍ اخته دي. په افغانستان کې د ۲۰۱۷ کال ملي پروګرام د موندنو له مخې په اېچ آی وي ویروس د اخته کسانو ۷۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

که څه هم په افغانستان کې د ایډز ناروغي یو ډول عیب بلل کېږي او ورباندې اخته کسان یې له شرمه نه افشا کوي خو وقایوي درملنه یې کېدی شي. په افغانستان کې د اېچ آی وي پینځه مرکزونه او ۱۱ د مشوره ورکولو مرکزونه فعالیت کوي خو د جراحۍ لپاره مناسب وسایل نه لري چې دې ستونزې پر همدې ناروغۍ د اخته کسانو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي.

په لویدیځه نړۍ کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر خورا زیات دی. د جوړ شوي تازه درمل پر وړاندې هم یو شمېر کسان نیوکه کوي او وایي چې که دا ګولۍ عامې شي نو د جنسي اړیکو پر مهال به خلک بې احتیاطي کوي او ښایي په دې سره د کانډوم کارول هم محدود شي.

دوی وړاندې وایي چې د دا ډول یو ذهنیت له امله د نورو نه رغېدونکو ناروغیو لپاره لار هوارېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More