د کرونا وایرس سره سره بریتانیا کې د(۶۰۰۰) کسانو ځغاستلوبه

خبریال ویب پاڼه / د بریتانیا په نړۍ واله میراتهن لوبه کې (۶۰۰۰) زره کسانو برخه اخیستې وه .

دا لوبې ته نړۍ وال لوبغاړياو د بریتانیا ډېری اوسېدونکيورغليوو. که څه هم حکومت اعلان کړی چې ډېری کسان به نه سره یوځای کېږياو دزرګونه کسانو یوځای کېدلو یوځل بیا د نړۍ والو پآم د بریتانیا لورته را اړولی دی .

په بریتانیا کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې تېره ورځ لمړيوزیر بوریس جانسن اعلان وکړ چې دفاترو ته تګ ؛ پپونو او د ښونځیو پکنیکونه لغوه دی .

که څه هم د کرونا وایرس وېره ډېره زیاته ده ؛ خو د بریتانوي میراتهن لوبينندارې ته هم زرګونه کسان ورواتليوو.

د کرونا وبايي وایرس ددغه رابور د لیکلو تر وخته 1,543 کسان نیولي چې 152 یې یوازيپه تېرو څلیرویشتو ساعتونو کې په دغه وبا اخته شويدي‌.

د کرونا وایرس نه په بریتانیا کې 52 کسان جوړ شويخو 55 یې مړه کړي دي .

دلته پر هر ډول لوبو بندیز لګېدلی ،ودونه عبادت ځایونه او لوييغونډيکنسل شوې دي ؛ البته د میراتهن لوبه چې له میاشتو میاشتو تیاریانې ورته روانې وې ترسره شوه .

بریتانويچارواکيپه دې باور ديچې دلته به تر نورو هیوادونو د کرونا وایرس تلفات لږ وي ؛ علت یې دادی چې یو خو روغتیا يي استانتیاوې د ډېرو هیوادونو په انډول منظمې او زیاتيدي، بل دلته خلکو ته روغتیا يي پوهاوی ورکول کېږياو ولس د حکومت هريپرېکړياو لار ښونې ته غاړه ایږدي‌.

په ټوله نړۍ کې اوس په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر ۱۸۰ زرو رسېږي او په اروپا کې ۳۵ زره کسان په دغه ناروغياخته شوي دي‌.

 وایرس تر اوسه ‌ (۷۰۵۵)‌ کسان وژلي چې ډېره برخه یې په چین کې او دوهم ډېر ځپل شوی هیواد ایټليدی چې ( 2158) کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی .

تر اټليوروسته ایران او تر ایران وروسته هسپانیا دغه وایرس سخته ځپلې ده .

روغتيا پالان وايي چې کرونا وایرس به غری هیوادونه ډېر زیات وځي ؛ علت یې دادی چې یو خو پر نفوسو کنټول او بل پّ لویه کې روغتیايي خدمتونه ډېر کمزوريدي‌.

دکرونا وایرسي وبا په ټوله نړۍۍ کې په تېزيمخ په پراخېدو ده ؛ د روغتیا نړۍ وال سازمان واييچې د هر هیواد چارواکيباید کوټلي ګامونه اوچت کړي، کنه دا وبا به ډېر لوی زیان واړوي‌.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More