د پښتنو لوی تاریخ ته د دانش سپکاوی او د پښتنو ګڼ غبرګونونه

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د احمد شاه بابا په مشرۍ رامنځته شوې امپراتورۍ او له هغې را وروسته د پښتنو حکومتونه مؤرثي، سلطنتي، استبدادي او دیکتاتوري حکومتونه او نظامونه بولي.

دانش پرون له ولسمشر سره ګډ بامیان ولایت ته سفر درلود او د وینا پر مهال یې ویلي، د طالبانو د حکومت را منځته کېدل عیناً د سدوزیانو او محمدزیو ٢٣٠ کلن استبدادي او دیکتاتوري حکومتونو او نظامونو بڼه لري. چې هغه وخت هم یوې کوچنۍ قبیلې چې د ولس له روح او محتوا سره یې تړاو نه درلود په مؤرثي ډول حکومت کاوه او امارت هم د هغوی په شات ډله ده.

د سرور دانش دا څرګندونې د لوی احمد شاه بابا او د د پښتنو او د پښتنو نورو لویو مشرانو او نظامونو ته یې مستقیماً سپکاوی دی او د پښتنو تېر نظامونه او حکومتونه ظالمانه او استبدادي بولي.

د سرور دانش دا ګستاخانه څرګندونې په ټول هېواد کې د پښتنو او پښتنو د نویو ځوانانو ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي.

پر خواله رسنیو فعالان وایي، سرور دانش باید د خپلو دې څرګندونو په تړاو له ملت او په ځانګړې توګه له پښتنو بیا بیا بخښنه وغواړي.

د خواله رسنیو کاروونکو د سرور دانش د یادو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې خپله په ایران کې را لوی شوی، پلرونه او نیکونه یې معلوم نه دي او را پاڅیږي د پښتنو پر لوی تاریخ ملنډې وهي. په داسې حال کې چې خپله یو مهاجر او له مغلوستان را کډه شوی د چنګیز له اولادې نه دی، او د مغولستان یو مهاجر باید دا حق ځان ته ور نه کړي چې د پښتنو د تاریخ لوی څټې او تاریخ یې سپک کړي.

دوی ټینګار کوي چې ژر دې له پښتنو په رسمي توګه بخښنه وغواړي، او نور دې د دوی د زغم ازموینه نه اخلي، کنه نه د ایران د هغه روزل شوي چاسوس په څېر به یې له دې وطن لېرې وغورځوي لکه څنګه چې طالبانو ایرانی جاسوس له هلیکوپټر وغورځاوه.

په ورته مهال د قومونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شېرزی وایي پښتنو مشرانو او تاریخ ته د سپکاوي په تړاو د سرور انش وروستۍ څرګندونې غیر مسؤولانه دي او غندو یې او په دې تړاو به د خپلو ولسونو سره په ګډه خپله وروستۍ پرېکړه شریکه کړو.

د ګل اغا شېرزي په ګډون زیات شمېر پښتنو سیاسي او جهادي مشرانو او چارواکو د ښاغلي سرور دانش وروستۍ څرګندونې غندلي او دا یې په اوسني حساس وخت کې بې اتفاقۍ او د جنګ اور ته لمن وهل بللي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More