پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل اختیاري شول، ایا تاسې به د مور نوم ولیکﺉ؟

خبریال وېب پاڼه/ په برېښنایي پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکلو په ټول هېواد کې د ملاتړ او مخالفو لوریو ناندرۍ را پورته کړې وې.
تازه حکومت پرېکړه وکړه چې پېژند پاڼو کې به د مور نوم لیکل اختیاري شي او د هر چا خوښه که د مور نوم لیکي ورته به پېژندپاڼه کې ولیکل شي او هغوی چې د مور نوم لیکل نه غواړي پرته د مور له نوم پېژند پاڼه اخیستلی شي.
د احچایي او معلوماتو ملي اداره وایي، د مور نوم لیکل به د پېژند پاڼې اخیستونکي پورې اړه ولري او د هغوی د خوښې او رضا په صورت کې به ورته لیکل کیږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس امحد جاوېد رسولي نن په یوه خبري ناسته کې د حکومت دا تازه پرېکړه واوروله او زیاته یې کړه که د پېژند پاڼې غوښتونکی د مور نوم له لیکلو سره موافق نه وي پرته د مور له نوم به چاپ او ووېشل شي.
ښاغلی رسولي دا راز وایي، چې له دې وړاندې د مور نوم له درج پرته وېشل شوې پېژند پاڼې اعتبار لري او د پېژند پاڼو بیا اخیستلو اړتیا یې نه شته.
له دې وروسته به د پېژند پاڼې غوښتونکی وکولی شي چې په خپله خوښه یې په پېژند پاڼه کې د مور نوم درج شي، ممکن د ښځو هویت په ډاګه کولو لپاره په پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکلو په زیاته کچه ملاتړي یې د مور نوم ذکر کړي.
دا پرېکړه په هېواد کې د خلکو تر منځ د مور د نوم پر سر حساسیتونو د غلې کولو لپاره شوې، چې وکولی شي پرته د مور له نوم هم پېژند پاڼه واخیستلی شي.
له څو میاشتو را هیسې د ښځو هویت په ډاګه کولو لپاره پر خواله رسنیو د فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځینوو له لوري کمپاین روان وو، څو په پېژندپاڼه، مهمو تحصیلي او نورو اسنادونو کې د مور نوم هم ولیکل شي. حکومت په دې تړاو طرحه تایید کړه خو د خلکو د غبرګونونو له کبله یې د مور نوم لیکل اختیاري کړل.
د افغانستان دودیزې ټولنې خلک په عام محضر کې د مور یا مېرمنې او په ټوله کې د ښځې له نوم اخیستلو بد وړي.
د حکومت له دې پرېکړې سره په زیاته کچه ملاتړ سره سره مخالفتونه هم را پورته شوي وو، د دې پرېکړې مخالف اړخونه پر دې اند وو، چې زیات خلک به پېژند پاڼو کې د مور نوم نه لیکلو له امله پېژند پاڼې وانخلي او دا کار به د پښتنو تر منځ چې د هېواد ٧٠ سلنه نفوس تشکیلوي، حساسیتونه را وپاروي.
پښتانه د یو ځانګړي عزت او درناوي له مخې چېرې هم د ښځینوو نوم نه یادوي، خو د دې کار ملاتړي وایي، که څوک مېرمنو ته عزت ورکوي، په نورو برخو کې یې دې ورکړي او په نوم لیکلو نه لیکلو کې دې عزت نه لټوي.