The news is by your side.

غني ته د انتهایي نزدې لوړپوړو چارواکو فساد بربنډ شو

خبریال وېب پاڼه/ په لوی فساد او رشوت تورن د نورم او سټنډرډ ادارې مشر په محکمه کې اعتراف کړی چې اشرف غني ته انتهایي نژدې لوړ پوړو چارواکو سره یو ځای د فساد یوې شبکه کې وصل دی.

په دې تړاو په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي احمد شاه رمضان وویل، چې په فساد کې ښکېل د نورم او سټنډرډ ادارې مشر په محکمه کې د رسنیو تر مخه اعتراف وکړ چې په ارګ کې اشرف غني ته هغه نږدې کسان چې ٢٤ ساعتونه ورسره اړیکه لري، له دوی سره په رشوت کې ګډ لاس لري.

ښاغلي رمضان غني ته د نږدې کسانو له نومونو یادونه هم وکړه، چې د هغوی له ډلې د ملي تدارکاتو رییس قیس باور هوتکي، د برېښنا شرکت رییس داوود نورزی او د ولسمشر ستر سلاکار اجمل رحماني د یادونې وړ دي.

د ولسي جرګې غړی احمد شا رمضان وایي، چې هره ورځ ولسي جرګې ته په ارګ کې د فساد دوسیې راوړي او دا یې اوله او اخره دوسیه هم نه ده.

بل لور د ولسمشرۍ ماڼۍ د څارنې ادارې ویاند فېروز بشري په دې تړاو خبریال وېب پاڼې ته خپله نا خبري وښوده او زیاته یې کړه چې په دې څو ورځو کې به په دې اړه معلومات وکړي.

د نورم او سټنډرډ ادارې عمومي رییس، تخنیکي مرستیال او او د پروژو یو تن مدیر د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د رشوت پر مهال د لوی څارنوالۍ له لوري ونیول شول.

یادو کسانو له یوه سوداګر د دوه لکه ډالر رشوت اخیستو غوښتنه کړې وه، چې نوموړي سوداګر لوی څارنوااۍ ته شکایت وکړ او څارنوالۍ یاد درې کسان د یو لک ډالر رشوت اخیستلو پر مهال لاس په لاس ونیول.

د نورم او سټنډرډ اداره کې فساد له ډېر پخوا موجود وو او څو څو ځلې ترې شکایتونه هم شوي وو، خو د رشوت پر مهال د یادې ادارې د مشر او دوه تنه غړو په نیول کېدو په نورم او سټنډرډ ادارا کې فساد یقیني کړي.

میاشت مخکې هم د دې ادارې له لوري په نا قانونه توګه زرګونه ډالره پیسې د متحده عربي اماراتو له لارې سویډن ته انتقالېدلې چې په متحده عربي امارتو کې ونیول شوې.

له دې ښکاري چې په یاده اداره کې په هر ډول کېدونکي فساد او رشوت اخیستلو کې اشرف غني ته نږدې کسانو هم له پخوا لاس درلود او د ټولو فسادونو زیاته برخه ګټه ور رسېده.

افغانستان د اداري فساد له پلوه په نړۍ کې د لومړیو هېوادونو په قطار کې ځای لري، خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته د فساد له رسېدلو داسې ښکاري چې ممکن افغانستان د نړۍ مفسدو هېوادونو په منځ کې نور هم پر مختګ وکړي.

افغانستان کې د ادري فساد له امله چې اوس دا رېښه تر ارګه هم ورسېده ډېر نړیوال هېوادونه بې باوره کړي او افغان حکومت سره مرستو ته زړه نه ښه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.