له شهيد نجيب الله سره ولي عامو افغانانو مينه ده

خبريال ويبپاڼه /ګڼو افغانان له هغه وروسته په افغان حکومت او پخواني مجاهدينو سختي نيوکي وکړي. چې د مجاهدينو په غوښتنه افغان ولسمشر د شهيد نجيب شهادت په مناسبت د لوي جرګي په تالار کې جوړيدونکي غونډه لغوه اعلان کړه.
کله چې د غونډي د لغوه کيدو خبرونو خپاره شول ګڼو افغانانو په ټولنيزو رسنيو په پخواني مجادينو او افعان حکومت سختي نيوکې وکړي.
فعالانو مجاهدين او مشران يې د پاکستان لاسپوځي وبلل او ويل چې د پاکستان په امر دوی نه غواړي چې عام ولس د خپل د خپل رښتونی شهيد ورځ ولمانځي.
ځوانان باید د جاسوسانو او پنجابي تاسیساتو د ښکاره ملاتړ کونکو په ضد او د شهید ډاکټر نجیب الله په ملاتړ یو له بل سره پوسټ وکړي.
اوس نه د کمونیسټانو ، نه د مجاهدین او نه د سازمانونو لخوا د افغانستان د ورانولو لپاره تنظیم شوي جکړه شتون.
دلته د هیڅ چا په جنایتونو سترګې نشو پټولی ، هر چا یې خیانت کړی ، مګر د ټولو ترټولو لوی جرم او جنايت د روسانو په وړاندې په مقدس جهاد کې د دولسو قربانیو سره د تنظیم شوي جاسوسانو خیانت او غداري کول دي.
د خلکو د خالص احساساتو په کارولو سره ، غدارانو د پاکستان اهداف تعقیب کړل او ټولې هغه پروژې یې پلې کړې چې ضیاالحق او پاکستان یې غوښتل. دا د دوی لپاره شرم دي ، چې د دوی شرمناک تاریخ يې بیانوي.
خو دا بايد وويل شي چې ځوانان اړ عام ولس ځکه د شهيد نحيب الله ملاتړ کوي ځکه دوی په سترګو وليدل چې پاکستان په لوی لاس په شهادت ورساوو ځکه له پاکستان سره د هغوی ناروا غوښتني نه منلي.
د يادولو وړ ده چې د ځوانانو له ډيرو مبارزو وروسته يو ځل بيا سبا سهار اته بجي د لوي جرګي په تا لارکې د شهيد نجيب الله تلين لمانځل کيږي.
دا ورځ په داسي حال کې لمانځل کيږي چې يوشمير ګوندونو او د مجاهدينو پخوانيو مشرانو مخالفت کړی دی.
چې له هغې ډلي کلبدين حکمتيار او ځيني نور يادولای شو.
نن د فسبوک ټول د پخواني ولسمشر ډاکټر نحيب الله انځورو نيولی هر چا پر خپل وال له تبصرړ سره د هغه انځورنونه خپاره کړي دي.
عام خلک ډيری په دې بارو دي چې اروښاد نجيب الله يو رښتونی اتل او سروښيدونکی افغان وو.