The news is by your side.

ډاکټر نجيب چا شهید کړو؟

خبریال وېب پاڼه/ د ډاکټرنجيب ژوند او مبارزه خو هغه نېمګړې کيسه ده چې له مرګه کلونه وړاندې د جبل السراج په تړون ختمه شوه ولې د دې کيسې او د نجيب د ژوند د ختمولو تومت طالب په غاړه واخست نجيب د جبل السراج د تړون په بند کې يو داسې ساتل شوى مړژواندې بندي وو چې طالبانو په دار وځړاوو او مړ ېې کړو او هغه مړى چې ښايي د هغه د خپلو اعمالو نه زېږنده پېښو دې وژلى او هېر کړى وې د طالبانو ځړولو ترې شهيد جوړ کړو او له تېرو څو کالو را په دېخوا دا هڅې کابل مېشتو استخباراتي کړيو راخستي چې يو نوى اتل او هيرو ترې جوړ کړي او د مرګ په کيسه ېې همدا استخباراتي خولې او ژامې داسې شخوندونه وهي چې خوند ېې دوى تېروي او پوک ېې د طالبانو او مجاهدينو په مخونو ورتوکي.

نو نجيب د همدې استخباراتي کړيو يو څو جلادو څېرو چې دوستم ېې په سر کې وو مړ کړو او بيا ېې دا مړى د طالبانو په لاسونو د هغوى د وره په درشلو کې وځړاوو او دادى اوس ېې همدا استخباراتي کړۍ بېرته راوباسي، ورته ژاړي، ورته ناړي، د ناکې اوښکې ورته تويوي او بيا پرې پښتانه ويشي، دوى بيا غواړي چې د جبل السراج د خونړي تړون په لاسونو دا راويستلى مړى په دوهم ځل د طالب او حکمتيار غاړو ته وغورزوي ځکه چې دا دواړه غاړې خو په خپلو سرونو د مرګونو او وژلو د تومتونو اخستلو او د داسې مړو نه د اتلانو او شهيدانو جوړولو ته تېارې او چمتو ناستې دي!!

دا دواړه هغه غاړې دي چې کاڼي پورته غورزوي او بيا ورنه سرونه لاندې باسي.

دا ځکه خو کابل مېشتې استخباراتي ستمي کړۍ لومړى يو پښتون مړ کړي له مرګه ېې ښه پوره ګټه وکړي او چې ګټه ېې ترې وکړه نو بيا ورته ژاړي او د مرګ بدل ېې په ټوله زيرکۍ او لچره چالاکۍ له همدې دوو ډلو يانې له حزبه او له طالبه، په خپله خوله نه – بلکې د نورو پښتنو په خولو غواړي او دا لوبه چې اوس ترې د نجيب د تلين غونډې او نمانځن ورځې په نوم يوه بله مرګونې ورځ جوړول غواړي له تېرو دوو لسيزو نه په کابل کې روانه ده.

هيله دا ده چې د ډاکټر نجيب په ملګرو او دطالبانو او مجاهدينو په غاړو کې به لږ تر لږه دومره څوک د عقل خاوندان وي چې نور دا مړى داسې په بيا بيا راويستلو ته پرې نه ږدي او نه ېې ورله د تلين ورځو او لمانځنو نه ناندرۍ جوړې کړي او په دې ډول پرې نه ږدي چې دډاکټر نجيب سره شوې پرونۍ لوبې دې نن په يوه نوې بڼه د ډاکټر اشرف غني سره وشي.

که مو ياد وي نو پرون ېې همداسې لومړى ډاکټر نجيب له خپلو خلکو بېل کړو بيا ېې د جبل السراج په تړون باندې، د بېنن سيوان تړون مات کړو، ډاکټر نجيب ېې د کابل تر هوايي ډګره په ورغلې لاره کې ونيو، بيا ېې لاس تړلى په کلونو تر هغې پورې په بند کې وساته تر څو چې طالبان راغلل او طالبانو بيا د ډاکټر نجيب د مرګ سره نه يواځې دا چې د هغه د مرګ تومت په سر واخيست بلکې په ټوله تاريخي بې باکۍ او لا ابالۍ ېې له يو داسې مړي نه اتل جوړ کړو چې تاريخ ورسره حساب کتاب ته مټې رابډ وهلې وې.
پوښتنه داده چې که د ډاکټر صېب اشرف غني اداره داسې اتلان نمانځلى شي نو قومندان عبدالحق ولې نه نمانځي چې په خپل ځاى د افغان جهاد يو لوى اتل وو، ولې شهيد آدم خان نه لويوي چې په هيڅ ګوندي جګړه کې ښکيل نه وو ولې جمعه اڅک نه لويوي چې د همدې خلق ډېموکراټيک ګوند يو نوم وتى جنرال وو او تر دوستمه پورې ېې د نجيب ټول په ګوند دننه دښمنان پېژندل او د نجيب اصلي قاتلان ورته ډېر ښه مالوم وو او بيا که د ډاکټر صېب اشرف غني دولت داسې اتلان او شاه ځلمي نمانځلى شي نو شهيد ملا بورجان به ېې لمانځلى وو چې د طالبانو لاس ېې د هرې نادودې نه لنډول غوښتل او په جار ېې ويلې وو چې نه به په کابل کې وينې تويوئ او نه به له محاکمې او عدالته پرته ډاکټر نجيب ته څه وايئ، خو له بده مرغه نه ډاکټر صېب غني شهيدان او اتلان پېژني او نه هغه کړۍ چې ده له ځانه په ارګ کې راتاوه کړې ده داسې کومه ملي وړتيا لري.

ولې وايه د هغو کابل مېشتو ستمي استخباراتي کړيو، چې له کلونو کلونو را په دېخوا او د کرزي صېب له ورځو راواخله د ډاکټر صېب اشرف غني تر دولته ېې، د افغانستان په ټول اوسني نظام کې ښې پخې ځېلې زغلولي دي دا هغه ماران دي چې شوده د امريکايانو نه خوري خو ټک هلته ورکوي چرته چې ترې د روس او ايران خوښه وي.

دا ځکه خو نن بيا له بده مرغه هم د نجيب پلويان راپاڅېدلي دي او غواړي چې د هغه مړى له ګوره راوباسي او د شهيد او اتل په نوم ېې بېرته خښ کړي او هم ورپسې مجاهدينو او طالبانو راخستې او دواړه خواوې د هغه د تلين نمامنځنه په ناندريو لړل غواړي !

خو ياد ساتئ چې دلته ګورې يواځې د خاورو د يوه ګور د کنستلو د پاره لاسونه د دې داوړو غاړو استعماليږي ګنې نو د ډاکټر نجيب د مړي د راويستلو لوبه خو کابل مېشتو استخباراتي او ستمي کړيو له تيرو څو کالو نه پلان کړى وه او داده نن سبا به ېې بيا له نوي سره ولوبوي.

دا چې درته وايي زما ياره زما ياره
ټول به درمالوم شي که خداى کاندي کال لره!!

ليکنه: ډاکټر محمداکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.