افغان حکومت له پاکستانه د نااعلان شوې جګړې درېدل غواړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي افغان حکومت له پاکستانه د نااعلان شوې جګړې دریدل او د خپلواک هېواد په توګه د باثباته افغانستان زغمل غواړي.

ولسمشر اشرف غني وايي، له سیمه ییزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده، موږ له هغوى پرته هم هند ته رسېدلی شو، خو دوی له افغانستان پرته منځنۍ اسیا ته لار نه شي موندلی.

له ارګه نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې پرون ماښام د پکتیا له ځوانانو، مدني او ټولنیزو فعالانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په پیل کې سمیع الله پیوند او سید رحمن نیازي د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال د حکومت فعاله ډيپلوماسي، بهرنی سیاست، د اوبو د مدیریت، د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع، د فساد او زورواکانو پر ضد د مبارزې او د قانون حاکمیت په برخو کې د ولسمشر د کوښښونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

سرچينې زياته کړې، هغوی همدارنګه د مچلغو بند او د زرمت سړک په ګډون په پکتیا کې د انکشافي او زیربنایي پروژو د کار د ژر پیلولو او پکتیا ته د لومړۍ درجې امتیازاتو ورکولو، د برېښنا، روغتیا، د جلغوزیو د پروسس، د کرنې او مالدارۍ د ودې، د ځوانو کدرونو د استخدام او د مسلکي لېسو جوړولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر غني يادو ځوانانو ته ويلي چې د پکتیا لپاره د اداري کمپلېکس د بودجې تر څنګ په نږدې راتلونکي کې د مچلغو بند، سړکونو او نورو انکشافي پروژو کارونه پیلېږي او ولس یې باید ټینګه څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د جلغوزیو د پروسس فابریکې تر څنګ په پکتیا کې دوه سړې خونې هم جوړېږي.

هغه کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د جلغوزیو د پروسس ټولې چارې باید په لویه پکتیا کې ترسره شي.

ولسمشر غني ځوانانو ته په خطاب کې وویل: “زموږ او تاسو تړون د زړونو، فکرونو او راتلونکي تړون دی او زما موخه د څلوېښت کلن بحران پای ته رسول دي؛ ځکه موږ د تېر هېرول او راتلونکي جوړول غواړو.”

ولسمشر څرګنده کړه: “موږ له پاکستانه د نا اعلان شوي جنګ درول او د خپلواک هېواد په توګه د با ثبات افغانستان زغمل غواړو؛ ځکه چې با ثبات افغانستان د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی.”

هغه زیاته کړه، له سیمه ییزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده، دوی له هغوی پرته هم هند ته رسېدلی شي، خو دوی له افغانستان پرته منځنۍ اسیا ته نه شي رسېدلی.

اشرف غني وويل: “موږ د سولې پر نعمت او ارزښت پوهېږو، خو د سولې د قيمت په اړه باید ملي اجماع ته ورسېږو او په دې برخه کې د ولس ټولو اندېښنو ته اساسي ځواب ووایو. ”

هغه زیاته کړه، په دې اړه نړیواله، سیمه ییزه او د اسلامي هېوادونو اجماع رامنځته شوې او د سولې په برخه کې ځکه موږ د چا اجازې ته اړتیا نه لرو چې دا د ولس اساسي غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب دی.

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum