الن:موږ به د ٢٠١٤ نه وروسته په افغانستان کې په کم شمېر سرتېري ولرو

ددي سره سم چې افغان ولسمشر حامد کرزي په خپلو تېرو څرګندونو کې ويلي چې ګني امريکايې حکومت په افغانستان کې نهه فوځي اډي غواړي دا مهال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخواني قومندان جان الن له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي دي چې په افغانستان کې به بهرني سرتيري تر ډيره پاتې سي.general-

هغه ويلي دي چې په افغانستان کې به د بهرنيو سوله ساتو ځواکونو پاتې کيدل يو ډول نړۍ واله پوځي بڼه ولري.

((موږ به په افغانستان کې د افغان فوځ د ډېريدو او پياوړي کيدو سره سم خپل فوځيان کم کړو او ځاى به يې افغان فوځيان ونيسي او هم به موږ په دي هېواد کې يو ولي شمېر به مو کم وي.))

هغه پ افغانستان کې د امريکايې سرتېرو اړين بللي دي او ويلي يې دي چې دغه سرتېري به تر ډېره بريده د افغان سرتېرو د روزني چاري پر غاړه لري.

جان الن مخکي د امريکا حکومت ته داسې يو پلان ورکړى وو چې پکښې په افغانستان کې د پاتي کيدوونکو سرتېرو شمېر له شپږو تر شلو زرو پوري اټکل سوى وو خو وروسته د امريکې ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به د ۲۰۱۴ کال تر فبروري پورې ۳۴۰۰۰ امريکايي سرتيري و وزي.

امريکا په اوس حال کې په افغانستان کې ۶۶ زره سرتيري لري او ددې سرتيرو شمېر په ۲۰۱۰ کال کې نيژدې سلو زرو ته رسيده.

تر دې وړاندې ولسمشر کرزي هم ويلي و چې امريکايي ځواکونه د امنيتي تړون تر لاسليک وروسته کولای سي د افغانستان ملي ګټو او غوښتنو ته په کتو سره په افغانستان کې پاتې سي.

((واشنګټن او کابل د ۲۰۱۲ کال د مۍ په دوهمه نيټه ستراتيژيک سند لاسليک کړ چې له مخې به يي له ۲۰۱۴ کال وروسته د يوې لسيزې لپاره امريکا له افغانستان سره په ګڼو برخو کې مرسته کوي او هم به افغان ځواکونه روزي او په درنو وسلو به يي سمبالوي)).

د افغانستان او امريکې تر منځ لاسليک کيدونکي امنيتي تړون ګاونډي هيوادونه په ځانګړي ډول ايران سخت انديښمن کړی دی.

تيره اونۍ د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي ويلي و چې په افغانستان کې د امريکې پاتې کيدل سم کار نه دی او د افغانستان امنيت بايد افغان ځواکونه وساتي.

هغه له دي سره هم مخالفت ښودلى وو چې ګني په افغانستان کې امريکا نهه فوځي اډي غواړي.

که څه هم په اوس مهال کې افغان ځواکونه د يوي ازمويني سره مخ دي او بايد هغوى خپله ميړانه وښيي او تر ډېره بريده ويل کيږي چې افغان ځواکونه پياوړي سوي دي او کولاى سي چې پرته له کومي ستونزي د سيمو ساتنه وکړي.

 

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum