بمي چاودني نولس تنه ولسي وګړي ټپيان کړل

د لغمان ولايت د مهتر لام ښار په عصمت چوک سيمه کې شاوخوا دري بجي بمي چاودنه سوي او پر مهال يې ګڼ شمېر کسان ټپيان کړي دي.

چاودنه د ترافيکو په هغه موټر کې سوي کوم چې ور پوري چسپکي ماين نښتى وو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايې چې د ماين د چاودني له امله نولس تنه ټپيان سوي دي کوم چې روغتون ته د درملني په موخه استول سوي دي.

ده وويل چې د ماين په دي چاودنه کې اتلس تنه نارينه او پاتي يوه يې ميرمن ده کومه چې په دي ژوبل کسانو کې د دوو تنو ټپيانو روغتيايې حالت نازک ښودل سوى دى.

د ځواک د ور کولو سويو معلوماتو پر بنا چې ماين د ترافيکو په موټر پوري تړل سوى وو او په داسې يوه څلور لاري کې يې چاودنه کړي چې هر کله پکښې ګڼه ګوڼه زياته وي.

هغه وايې چې د پېښي په تړاو نوري پلټني پيل سوي دي تر څو د پېښي سره د تړاو په تور څوک ونيول سي.

د پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي.

 

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum