جنرال ظفر:د افغان فوځ په بېلا بېلو عملياتو کې يې ګڼ شمېر وسلي نيولي دي

په اروزګان کې د افغان سرتېرو د ځانګړيو تر سره سويو عملياتو پر مهال يو سل او اتيا ميله سپکي او درني وسلي نيولي دي.

ددي ولايت د څلورمي پلي لواء قومندان جنرال محمد ظفر وويل چې دغه وسلي او مهمات يې ددي ولايت په مرکز او ولسواليو کې د خپلو سرتېرو په مټ نيولي دي.

دده په وينا چې افغان سرتېري له وړاندي نه پياوړي سوي او کولاى سي چې د دولت مخالفينو ته په هره برخه کې ماتي ورکړي ولي وايې چې د ولسي وګړيو پراخه همکاري افغان فوځ نور هم پياوړى کولاى سي.

دى وايې چې دغه وسلي يې په هغه عملياتو کې نيولي دي کوم چې ددي ولايت په مختلفو سيمو کې د يو ځانګړي پلان له مخي تر سره سول.

د جنرال ظفر په خبره چې په دي وسلو کې هشتاد دو، راکټ انداز، پيکا، توفنچي، کلاشنکوفونه، هوانونه او نور شامل دي.

دى وايې چې غواړي په دي ولايت کې نور هم خپل عملياتونه پراخ کړي تر څو د پېښو مخه ونيسي او خلکو ته ډاډمن امنيت رامنځته کړي.

اروزګان يو له هغه ولايتونو څخه دى کوم چې د ډاياګ مسولين وايې په دي ولايت کې په لسګونه زره غير قانوني وسله په کورنو او نورو کې اوس ځاى پر ځاى ده.

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum