حکمتیار:په کابل کي وروستۍ چاودنه د پردیو د نوکرانو عمل دی

حزب اسلامي وايي، د کابل خونړۍ پېښه د پرديو د اجيرانو عمل دى.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کي د چهارشبنې ورځې بريد د پرديو اجيرانو عمل بولي او زياته کړې يې ده چي اسلام د ملکي وګړو د ژوند خوندي ساتلو حکم کړی دی.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې پرون په کابل کي د ښځو د اسلامي تنظيم لخوا په جوړه سوې ستره غونډې کي وکړې.

حکمتيار دکابل د چهار شنبې ورځې په خونړۍ پېښه کي وژل شويو کسانو ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې شفا او د دې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د صبر او زغم غوښتنه وکړه.

ګلبدین حکمتیار همدا راز زیاته کړه، چي د پردیو جواسیس یوازې خپل هېوادوال د غم پر ټغر کینوي او دوی په ټوله مانا د پردیو لپاره کار کوي او له اسلام هم د وسیلې په توګه کار اخلي.

دده په وینا، متاسفانه دغه خلک جاهلان دي، انسانان وژني او فکر کوي چي له دې لارې اسلام ته خدمت کوي.

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum