د موټر سايکل بم په چاودنه کې يولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کندهار د ولي وياند جاويد فيصل وايې چې نن شاوخوا يولس بجي د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د موټر سايکل په چاودنه کې ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

دده په خبره چې دغه موټر سايکل بم د نوموړي ولسوالۍ په مرکز کې د ولسي وګړيو په منځ کې سوى او په ترڅ کې يې يو ولسي سپين ږيرى وژل سوى او لس تنه نور ژوبل دي.

فيصل وايې چې په ژوبل سويو کې څلور کوچنيان دي کوم چې وروسته د درملني په موخه روغتون ته ليږدول سوي دي.

هغه وويل چې تر اوسه د پېښي په تړاو پلټني رواني دي او پر هغه مهال چې چاودنه کيدل کوم دولتي څوک په سيمه کې نه وو.

تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي پړه نه د منلي په داسې حال کې چې معروف د کندهار يوه سرحدي ولسوالي ده او وګړي يې تر ډېره په کرهڼه بوخت دي.

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum