د ننګرهار ښاروالۍ له لوري د١١تنو نه ازموينه واخيستل سوه

د ننګرهار ولايت چارواکي وايې دغه ازموينه به په شفاف ډول ترسره سي. DSC00052
په همدې حال کې په ختيځ کې د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون چارواکي وايې داسې ګونګوسې يې اوريدل چې ګواکې د دغې ازموينې د بريالي کيدو په منظور يو شمير کسانو ٥٠٠٠ ډالره ورکړي دې .
د ننګرهار ولايت مقام کې د جلال اباد ښاروالۍ د پنځم او شپږم بست مامورينو د ١٤٧ بستونو لپاره د څه باندې يولس سوه تنو نه ازموينه واخستل شو.
د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وايې دغه ازموينه يې نن د ولايتې شورا ، اصلاحاتې ادارې او يو شمير نورو څارونکو ادارو پر وړاندې واخستله .
نوموړې وايې د دغې ازموينه د اخستلو نيټه يې اعلان کړې وه ، چې له همغې په اساس نن د دغې ازموينې ګډونوال دلته راغلي ول .
ګرديوال وايې په دغه ولايت کې ټول مامورين د ازادو سياليو له لارې په دنده ګمارل شوي دي.
که څه هم ډيري وخت د چارواکو له لورې د دغه ډول ازموينه د شفافيت خبره کې ولې يو شمير خلک بيا په دغه ډول ازموينه کې د فساد او درغليو د شتون خبره کوې چې په ختيځ کې د اصلاحات اداري د رياست مشره نفیسه منصف بيا دغه خبره تريو څه بريده سمې بولې او وايېې چې د ښاروالۍ د دغه بستونو په اړه يې داسې ګونګوسې اوريدل چې ګواکې د دغې ازموينې د بريالي کيدو په منظور يو شمير کسانو ٥٠٠٠ ډالره ورکړي دې
خو نوموړې د يوې څارکوونکې ادارې د مشري په توګه خلکو ته ډاډ ورکړ ، چې په دغه ازموينه کې به د هر ډول فساد او درغليو مخه ونيسي.
هغه زياتوې که بيا هم څوک پرې کومه نيوکه لري نو کولاي شې نيغ په نيغ خپله نيوکه د اصلاحات اداري له دفتر سره شريکه کړي .
د يادونې وړ ده ، دا چې د دغې ازموينه په اړه وړاندې تر وړاندې د فساد او درغليو خبره کيږې او چارواکي او د اصلاحات اداري چارواکي يې د شفافيت خبره کوې دا چې دغه ازموينه به څومره شفافوي او ازموينه ورکوونکې به تري څومره راضي اوسي ؟ دا هغه څه دې چې راتلوونکي وخت به يې ځواب کړي

 

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum