د ټاکنو د امنیت لپاره ۵۴ زره ځواکونه ځانګړي شوي

 

د راپورونو په اساس د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره، ټول افغان ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او په دې برخه کې بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې د پنجشنبې په ورځ له دفاع وزارت سره د انتخاباتو د امنیت په اړه یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، چې ټولو امنیتي، استخباراتي او عملیاتي ارګانونو ته لارښونه شوې، څو هغه راز چې خلک تمه لري، د انتخاباتو د ملي پروسې امنیت ټینګ کړي.

هغه زیاته کړه “دقیقاً د دغې ملي او مهمې پروسې لپاره، د ۵۱۰۰ مرکزونو لپاره او د ۲۱۰۰۰ محلونو لپاره، ۵۴زره امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي، چې د دغې ملي او مهمې پروسې امنیت وساتي، یعنې په توله کې ټول امنیتي ځواکونه، ټول دفاعي ځواکونه، ټول کشف او استخبارات، حتی موږ دا ویلی شو، چې هوايي ځواکونه به د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په برخه کې او په دغو ورځو کې چې دا پروسه روانه ده دوی به د امنیت ټينګښت کوي”.

ښاغلي رحیمي دغه راز وویل، چې ټولو امنیتي ځواکونو ته د کاندیدانو د امنیت ساتنې لپاره هم لازمې لارښوونې شوې دي.

هغه له کاندیدانو څخه وغوښتل، چې د دوی د ښه امنیت ساتنې لپاره، د خپل کمپاین د غونډو له جوړولو وړاندې، امنیتي ځواکونو ته خبر وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د یو نوماند د انتخاباتي کمپاین پر غونډې ځانمرګي برید ته په اشارې وویل، چې د دغې غونډې په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر نه وو ورکړل شوی.

په دغه برید کې ۱۴ تنه ووژل شول او له څلویښتو زیات نور ټپیان شول.

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum