د ټاکنو شفافیت د حکومت لومړيتوب دی

 

ولسمشر نن ماښام کابل کې اروپا میشت سفیرانو سره وکتل او د ټاکنو ترڅنګ يې د یو زیات شمېر نورو اړینو موضوعاتو په هکله لکه د سولې پروسه راتلوونکي مشوریتي جرګه باندې بحث او ډاډ ورکړل شو.

غني نن ماښام په کابل کې استوګن د اروپايي ټولنې هېوادونو سفیرانو سره وکتل چې د راتلوونکو ولسمشریزو  ټاکنو پروسې، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ترسره شویو اصلاحاتو، د افغانستان په محوریت د کابل پروسې د راتلونکي کنفرانس، سولې پروسې او د هېواد د ټولو اقشارو د استازو په مشارکت د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ولسمشر د اروپايي ټولنې استازو ته ډاډ ورکړ، چې دلته به ټاکنې رڼې او په شفافه ډول ترسره کیږي ځکه د دولت موخه او هدف همدادی ترڅو  د ټاکنو په برخه کې د اصلاحاتو راوستلو سره سره ژمن دي چې ټاکنې هم رڼې ترسره کړي.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، د ټاکنو د شفافیت تامین د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې لازم اقدامات شوي دي. هغه زیاته کړه، د سولې له موافقتنامې وروسته د انکشافي برنامو په تطبیق کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو مشارکت د افغانستان لپاره ارزښتمن دی دغه راز د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو د ټاکنو او سولې پروسې په برخه کې د خپلو هېوادونو د همکاریو د چمتوالي ډاډ ورکړ او ويې ویل، د سولې له موافقتنامې وروسته پر افغانستان جدي تمرکز کېږي.

محمداشرف غنی رئیس‌جمهوری اسلامی افغانستان شام امروز با سفرای کشورهای اتحادیه اروپا مقیم افغانستان، دیدار کرد.—-برای…

Posted by ‎ARG – ارگ‎ on Monday, March 4, 2019

د اروپايي ټولنې استازو د راتلوونکي ولسمشریزو ټاکنو پروسې په هکله ډاډ ورکړ چې دغه هېوادونه به يې د نظارت څارنې اروزنې په برخه کې پوره هڅه کوي دوی وویل هڅه کوي چې په ارزښتمنده توګه چتوالی ونیسي.

ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کوي چې تیره ورځ د دواړو ټاکنیزو کمیسونونو  لپاره نوي کمېشنرانو لوړي وکړې او په نژدې راتلوونکي کې به خپلې دندې پيل کړي.

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum