فرانسې دافغانستان سره دمرستو په تړاو ژمنه تکرار کړه

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي لوغا فبیوس سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د انتقال، د ترورېزم پر خلاف د جګړې د څرنګوالي، په سیمه کې د

 افراطیت د تقویت او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو او همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

جمهور رئیس حامد کرزي فرانسه د افغانستان تاریخي دوست هېواد وباله او په تېرو کلونو کې یې ددوی د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.

حامد کرزي وویل چې د افغانستان په کچه په تېرو یوولسو کلونو کې د روغتیا په برخه کې ډېر کارونه شوي دي، خو لاهم یو شمېر افغانان اړ دي چې د درملنې لپاره بهر ته لاړ شي. ده د فرانسې له هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ لا پراخه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر خوښي څرګنده کړه چې د افغانستان او فرانسې تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو معاهده ددواړو هېوادونو د پارلمانونو لخوا تائید شوه. ده زیاته کړه چې هېواد به یې د نوموړې معاهدې په چوکاټ کې له ۲۰۱۴ وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum