لوګر ولایت کې نجونو ښوونځي تړل شوي

د لوګر ولایت په برکي برک وسلوالۍ کې طالبانو، د نجونو لیسې تړلې دي .

د برکي برک ولسوالۍ سرپرست عین الدین رسنیو ته ویلي ، چې طالبانو درۍ ورځې وړاندې د شپږم ټولکي څخه پورته نجونو ته ښوونځیو ته د نه تګ امر کړی دی ، عین الدین همدارنګه زیاتوي چې د شپږم ټولګیو پورته ښځینه ښوونکې هم درې ورځې کیږي، ښوونځیو ته نه ځي .

ولسوال وایي ، د یادې ستونزې د حل په موخه یې له قومي سپینږیرو سره په خبرو لګیا دی ، تر څو ژر تر ژره یاده موضوع حل کړي .

که څه هم د لوګر ولایت د پوهنې چارواکي په دې اړه رسنیو ته له څه ویلو څخه ډډه کوي ، خو د لوګر ولایتي شورا یاده موضوع تاییدوي .

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل وایي، چې طالبانو دغه کار د ښوونیز بهیر د ښه والي په موخه کړی دی ، نوموړی زیاتوي ، چې لوګر ولایتي شورا د دغه موضوع د حل په موخه هلې ځلې کوي تر څو د قومي سپین ږیرو په منځ ګرړیتوب یاده ستونزه حل کړي .

له دې وړاندې طالبانو د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې تر ۷۳ زیات ښوونځي تړلي و، خو د قومي سپین ږیرو په منځ ګړیتوب بېرته پرانستل شول .

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې موضوع په اړه بې خبري څرګند کړې ده .

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum