مسولين:لاريون کوونکو په ميوند کې بريښنايې پايې له منځه وړي

وروسته له هغي چې د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ولسي لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ شخړه را منځته سول او پر مهال يې تر دېرشو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته ور سره سم تېره ورځ په ميوند ولسوالۍ کې د بريښنا پايي له منځه وړل سوي دي.electricity

که څه هم د تېري ورځي لاريون کوونکو ويل چې د افغان او بهرنيو سرتېرو له لوري يې په لوى کاريز سيمه کې سپکاوى او بې عزتي سوي ولي دولتي چارواکي وايې چې دغه لاريون د دريو طالب نيول سويو قومندانانو په غبرګون کې وو.

د کندهار ولايت د مطبوعاتو دفتر وايې چې د وسلوالو طالبانو په ګډون د افغان دولت د مخالفينو يو شمېر حاميانو او پلويانو تېره ورځ خلک پارولي دي او د افغان ځواکونو په وړاندي يې لاريون وکړ او پر همدي مهال يې د بريښنا دري پايې هم په ماينونو له منځه وړي دي.

دغه دفتر وايې چې له کجکي بنده د کندهار ولايت ته د برېښنا انتقالوونکي دغه درې لويي پايې (برقي خادې) تېره ورځ سهار وختي د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کي د هغو کسانو لخوا الوزول سوي چي د لاريوون کوونکو له منځه يې د افغان ملي امنيتي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول.

دغه دفتر په خپله خپره کړي خبرپاڼه کې ويلي دي چې د يادو سوو برېښنايي پايو تر له منځه وړلو مخکي وسلوالو طالبانو د هلمند په کجکي ولسوالي کي هم هغه برېښنايي مزي پرې کړي چي کندهار ولايت ته يې برق لېږداوه او وروسته يې له برقيانو څخه سامانونه او ماشينونه هم اخستي دي.

تر دغو دواړو پېښو وروسته له کجکي څخه کندهار ښار ته انتقالي برېښنا يو مخ قطعه سوې او په ښار کي د سته ډيزلي برېښنا څخه په استفاده د ښاريانو اړتياوي پوره کيږي.

که څه هم ددي پېښي په اړه وسله والو طالبانو خپل غبرګون نه دى ښکاره کړى ولي په ميوند کې تېره ورځ تر سره سوى لاريون ډېر پراخ وو او ژوبل سوي کسان يې د کندهار په ميرويس روغتون کې تر درملنه لاندي دي.

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum