ملګرې ملتونه:له ښکيلو لورو غوښتي چې په افغانستان کې له تاو تريخوالو لاس واخلي

 

دملګرو ملتونو سازمان د جګړى د ښکيلو لورو غوښتنه وکړه چې د روژى په مبارکه مياشت کې له تاو تريخوالو لاس واخلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازې يان کوبش په افغانستان کې د جګړى د ټولو ښکيلو  لورو وغوښتل چې د روژى د مبارکه مياشتي درناوى وکړي ، او افغانان پريږدې چې دسولې او امنيت په فضا کې خپل ژوند ترسره کړي .

دغه راز په کابل کې د ملګروملتونو له دفتر (يوناما) څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د روژې مبارکې مياشتې په راتګ سره د افغانستان حکومت او افغانانو ته مبارکي ورکړل شوې ده.

سرچينې زياته کړې د روژې په مبارکه مياشت کې بايد په ګډه د افغانانو د ښېګنې لپاره کار وکړو، چې له تېرو څو لسيزو راهيسې په ستونزو کې راګير دي.

توحيدې 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum