ننګرهار: خونړي ټکر درنه مرګ ژوبله واړوله

د جلال اباد تورخم د لویې لارې د حصارشاهي په سیمه کې د ټیلر او کاسټر موټر ترمنځ ټکر شوی، چې له امله يې په کاسټر موټر کې د ناستو سپرلیو نه اولس تنه ۱۷ وژل شوي او نهه تنه نور زخميان شوي دي.

په زخمیانو کې ددریو روغتیا يي حالت داندېښنې وړ بلل شوی دی . ټکر

په نن ګر هار کې دخبریال ډاټ کام همکار وايي چې پېښه ډېره خونړۍ وه او په وژل شویو او ټپیانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي . 

دننګرهار ولایتي ویاند احمد ضیا وايي چې کاستر موټر د تورخم څخه د جلال اباد په لور روان و او ټيلرموټرله جلال اباد نه د تورخم په لور روان و، داسې ښکاري، چې په پيښه کې د ټيلرموټرچلوونکي بې احتیاطي کړې او دا پيښه رامنځته شوې، 

پولیسو د ټيلر موټرچلوونکی نیولی دی او پوښتنې ګروېږنې ترې کوي . 

پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې شوې ده . 

دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار یا دهیواد په بل لوی سړک ورته پېښه کېږي ،بلکه تر دې وړاندي‌هم ورته ډېر ټکرونه شوي دي‌چې پراخه مرګ ژوبله یې اړولې ده . 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum