هند: څلور سوه ډاکټران نيول شوي دي

دهندوستان په مغربي رياست راجستان کې حکومت دهغو ډاکټرانو له جملې څلور سوه نيولي دي ،چې کاربنديز يې اعلان کړى دى.

دمعلوماتو له مخې حکومت ددې ډاکټرانو له جملې ،چې په کاربنديز کې يې لاس درلود له دندو هم ګوښه کړي دي .

دولتي ډاکټران له څو ورځو را په دېخوا کار بنديز اعلان کړى دى ،چې له امله يې په روغتونو کې مريضان له سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي .

په دې رياست کې تقريباً تر پېنځو زرو ډاکټرانو د دوى دتخواوو داوچتولو غوښتنه کړې ده او دوى ويلي دي ،چې که تنخواوې يې پورته نشي ،نو استعفاوې يې هم وړاندې کړې دي .

دغه کاربنديز له شپږم ورځې را په دېخوا روان دى ،چې اوس حکومت له رېلوې او پوځي ډاکټرانو مرسته غوښتې ،څو په سيمه کې دشته ستونزو سره مبارزه شوې وي .

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum