ولسمشر بيرته اصلي مشکل ته راوګرځېد

ډيک چيني دا نوټ کړه چي افغانستان جنګ ته زموږ اصلي وربلونکی دئ، کوم چي يو خورا زوړ هيواد او ۷۰۰۰ ميله ليري او ۲٦ ميليونه وګړي لري. د دې هيواد مساحت د بوش د پلرني ايالت تکزاس غوندي دئ، خو فقط څو سړکونه او وروسته پاته اډانه لري. داسي کوم ځای چي په ويشتلو دي وارزي، ممکن پيدا نه سي.

ولسمشر بيرته اصلي مشکل يعني د القاعده تروريسټانو او په افغانستان کي د هغوی پناه ځای ته راوګرځېد. طالبانو له هغه راهيسي چي بن لادن د ۱۹۹٦په می کي له سوډان څخه بيرته افغانستان ته راغی، القاعده ته اجازه ورکړې، چي په دې هيواد کي خپلي قرارګاوي او روزنيز کمپونه جوړ کړي.

ټينټ وويل چي موږ بايد د القاعده دا امن ځاله ونه منو. طالبانو ته وواياست، چي نور مو نو پر تاسي هم خط راکش کړ. القاعده او طالبان اصلاً يو دي.

رمسفيلډ وويل چي موږ بايد نه يوازي پوځي بلکي د ملکي طاقت ټولي وسلې لکه قانوني، مالي، ديپلوماتيکي او سي آی اې هم استعمال کړو.

ټينټ وويل، چي که څه هم القاعده په افغانستان کي قرارګاه جوړه کړې، خو عمليات يې نړۍ شموله او په هر براعظم کي روان دي. ده زياته کړه، چي موږ په شپېتو هيوادو کي دا شکايت لرو.

ولسمشر وويل چي : "هغوی يو ځلي تر څټ ونيسو".

رمسفيلډ چي د ستونزو په تشخيصولو کي تر چا کم نه و، وويل چي ستونزه يوازي بن لادن او القاعده نه ده، بلکي نور هغه هيوادونه هم دي چي د تروريزم ننګه کوي.

بوش وويل چي : "موږ بايد هيوادونه تر فشار لاندي راولو چي يوه خوا انتخاب کړي".

دا غونډه بلي ورځي ته وځنډېده. ولسمشر چي د ملي امنيت په برخه کي نا ازمويلی او ناروزلی و، غوښته چي جنګ ته پر يوه داسي پېچلې او ښه اوږده لار روان سي، چي د هغې څه خاصي نقشې يې هم نه لرلې.

کاندوليزا رايس تر دې غونډي وروسته په لوېديځ پلو کي د ملي امنيت د سلاکارانو دفتر ته ولاړ. دا چي په سټن فورډ پوهنتون کي د سياسي علومو پروفيسوره وه، د مشر بوش پر مهال يې د ملي امنيت په شورا کي د روسيې د چارو د کارپوهي په توګه کار کاوه. شپږ څلوېښت کلنه رايس د بوش د ملي امنيت د ټيم د خورا لوړو کسانو څخه ګڼل کېده، چي اکثراً به يوازي وه. مور يې پخوا مړه سوې او پلار يې يو کال مخکي مړ سوی و. د حملې په ورځ هماغه سهار هغې د خپل کهول يوازيني پاته کسانو يعني خپلي ترور او خپل تره ته په برمنګهم کي ټليفون وکړ. دې چي هغوی ته د الاباما خطاب کاوه، د خپلي سلامتۍ ډاډ ورکړ، وروسته بيرته خپل دفتر ته ولاړه.

رايس چي د جمهوري انتخاباتو د مبارزې پر مهال د بوش د بهرنۍ تګلاري سلاکاره وه، له بوش سره ښې نژدې اړيکي پر مخ بوتلې. دا چي په ونه جګه درلوونکې د بشپړ کړه وړه، نزاکتي رفتار او ډکي خولې خندا وه، د ولسمشر په داخلي هسته کي يې همېشنی ځای وموند. ولسمشر او د هغه مېرمن د دې د کورنۍ د غړيو غوندي احساسېدل.

هماغه شپه دې د ځان سره دا تصور وکړ لکه په بخار کي چي ګير وي. دې دا هڅه وکړه چي سبا نو بايد څه وکړي.

که دا د بن لادن او القاعده کار وي، چي تقريباً همداسي هم وه، نو په هغه صورت کي يوه بله مغلق تيا هم موجوده وه. هغه دا چي ژر يا وروسته به دا پوښتني راپورته سي چي د بوش اداره د بن لادن د تهديد په اړه څونه پوهېدل، نو که دا ورمعلومه سوه بيا نو بايد څه وسي.

رايس د بوش د رسمي وظيفې تر پيل يوه اوونۍ وړاندي په بلېر نومي ماڼۍ کي چي سپيني ماڼۍ ته مخامخ واقع ده، د انتخاب سوي ولسمشر بوش او انتخاب سوي مرستيال ډيک چيني سره غونډه لرله. دا هغه مخفي کسان وو چي ټينټ او پاويټ معلومات ورکول.

 

دوام لري نوربیا – 

لیکوال : باب وډوارډ

ژباړن : نثار احمد صمد

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum