ولسمشر غني: په کندهار ولایت کې به یو لوی دارالعلوم جوړ شي

خبریال وېبپاڼه / ۴ جولای ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له علماوو سره په کتنه کې وویل چې په کندهار ولایت کې به یو لوی دارلعلوم جوړ شي.

ارګ وایې په دغې کتنه کې علماوو په کندهار ولایت کې د مدرسو، جوماتونو او د یوې عمومي دارالافتاح د جوړېدو، د علماوو لپاره د کاري زمینې د برابرولو او د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست د تشکیل د زیاتېدو په برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ولسمشر غني سره شریک کړ.

ولسمشر غني له علماوو سره ژمنه وکړه چې په دغې ولایت کې به یو لوی دارلعلوم جوړیږي، دغه راز د کندهار ولایت والي به هم په وخت سره مدرسو ته ځیني دولتي ځمکې وسپاري تر څو دیني مدرسې هم جوړې شي.

غني وایې په کندهار کې نه یوازې بلکې په ټول هېواد کې د حوماتونو د حوړیدو اقدامات پیل شوي او لاهم په دغې برخه کې کار روان دی چې ډیری جوماتونه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د مرکزي دارالافتاح د جوړېدو ترتیبات نیول شوي، خو دې برخه کې زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.

ولسمشر غني له دې ناسته وړاندې د کندهار ولایت د ولایتي شورا له غړو سره هم لیدنه وکړه په دغې لیدنه کې ولسمشر ژمنه وکړه چې د ښځینه بندیانو ستونزو ته رسیدګي کېږي او اړوند بنسټونه به د قانون پر بنسټ د ښځینه بندیانو د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې اقدام وکړي.

د یادولو ده ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ کندهار ولایت ته سفر وکړ چې په لومړۍ ورځ یې یو شمېر پروژې هم پرانستې.

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum