ولسي جرګي د سولي په اړه د خپلي طرحي د جوړيدو خبر ورکړى

ددي سره په يوه وخت کې چې د سولي د عالي شورا فعاليتونه نيمګړي وبلل سول او پر دي شورا نيوکي ډېري سوي ور سره سم د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د دې جرګې د نړیوالو کمېسون په هېواد کې د سولې راتلو لپاره د خپلې طرحې د بشپړیدو خبر ورکړ.DSC_01211

ددي سره هممهاله چې د سولي د عالي شورا له لوري د ولسي جرګي او نورو نيوکي رد کړل سوي او ويل سوي دي چې په تېرو دوه کالونو کې د سولي عالي شورا زياتي لاسته راوړني درلودلي دي د ولسي جرګي په غونډه کې پریکړه وسوه، چې یاده سوې طرحه به د جرګې د نورو کمېسونونو له خوا تربحث او کره کیدو وروسته په عمومي غونډه کې د تصویب لپاره وړاندې سي.

که څه هم په دي وروستيو کې د سولي په تړاو خبري اتري زياتي سوي او عامو افغانو هيلي پيدا کړي چې ګني سوله به را منځته سي خو د خلکو د تمي خلاف نه سوله را منځته سول او نه په دي برخه کې د پام وړ پرمختګ راغلى.

ولسي جرګي د سولي عالي شورا د خلکو غوښتنو ته په کتو سره تر نيوکي لاندي ونيول او د سولي د اوسنۍ طرحې جزیات نه دي روښانه،خو مخکې د جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسون یوه غړي قیوم سجادي ویلي وو،چې دوی به په دغه طرحه کې پرافغان سولې اغېزناکو ټولو اړخونو ته د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ونډه ورکړي.

هغه مهال چې د ولسي جرګي له لوري وويل سول چې د سلي عالي شورا دي لغوه سي او ددي شورا مسوليتونه او چاري دي ولسي جرګي ته وسپارل سي خورا توند غبرګون د نوموړي شورا له لوري ښکاره سو ولي دا ځلي چې د سولي په موخه طرحه وړاندي د سولي عالي شورا څه نه دي ويلي.

سره له دي چې افغان دولت هم په دي برخه کې غبرګون نه دى ښکاره کړى خو داسې ښکاري ولسي جرګه په دي برخه کې جدي ده او غواړي چې د سولي په اړه خبري اتري زياتي سي او هم دا موضوع يو پلوه سي.

د سولي عالي شورا که څه هم يو شمېر وسله وال طالبان يې د سولي د پروسي سره يو ځاى کړي خو جګړه لا هم د مخکي په څير په شدت روانه ده او د وسله والو طالبانو بريدونه تر مخکي څو چنده ډېر سوي دي.

 

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum