يو ايرانى په شل کاله بند محکوم شو

دمخدره موادو سره دمبارزې رياست داستناف محکمې يو ايرانى په دې تور،چې نېشه يي توکي يې قاچاق کول په شل کاله بند محکوم کړ.

له دې ادارې څخه په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي ،چې دغه ايرانى هغه مهال دنيمروز په ولايت کې ونيول شو ،چې ٩٠ کيلو ګرامه هيروين يې دايران هېواد ته لېږدول .

په ياده اعلاميه کې دنيول شوي ايراني نوم ندى ذکر شوى او په دې تازه وختونو کې دافغانستان په هرات ولايت کې يو افغان ايران ته په جاسوسۍ نيول شوى و،چې په ١٦ کاله قيد محکوم شوى و.

دياد کس دمحاکمې پروخت مسؤول قاضي ويلي دي ،چې له دې نيول شوي کس څخه دخاصو امنيتي سيموعکسونه او همداشان دايران هېواد دامنيت وزارت دتليفون شمېرې هم ترې ترلاسه شوې دي .

ديادولو وړده،چې نړيواله ټولنه افغانستان په ټوله نړۍ کې هغه هېواد پېژني،چې دنېشه يي توکو په کر او نورې نړۍ ته قاچاق کې اول مقام لري .

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum