په قلعه زال ولسوالۍ کې سخته جګړه دوام لري

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي ددې ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نن سهار راهیسې سخته جګړه روانه ده او د ولسوالۍ د سقوط خطر هم زیات دی.151218170708_afghan_security_operation_taliban_isis_624x415_epa_nocredit

قلعه زال ولسوالۍ نن سهار سقوط وکړ، خو څو شیبې وروسته بېرته امنیتي ځواکونو ونیوله.

د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او د ولسوالۍ تعمیر نن سهار طالبانو ونیوه، خو څو شیبې وروسته بېرته د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغی.

د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، چې د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه روانه او د دې احتمال شته چې د ولسوالۍ تعمیر او نورې دولتي ادارې یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولویږي.

د قلعه زال پولیس هم وايي، چې تر سختو بریدونو لاندې دي او که پر وخت هوايي او ځمکنۍ مرسته ور ونه رسیږي؛ ولسوالي به سقوط وکړي.

وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د کندوز په بیلابیلو سیمو کې د نښتو راپورونه ورکول شوي او د زیاتې مرګژوبلې د اوښتو خبرې هم کېږي.

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum