په ننګرهار کې د دوسيو د ځنډ او فساد مخنيوى به وسي

د ننګرهار ولايت د والي په دفتر کې د يوي ځانګړي ناستي پر مهال د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين ويلي ، چې په ننګرهار کې د عدلي او قضايي ارګانونو مسولين په خپل وخت کارونه په ښه ډول سره پرمخ وړي ، چې دا 10346378_538478876256526_7064544721234431506_nزمونږ د قانون د حاکميت لپاره ډېر مهم دي.
والي زياته کړه ، چې د بېلابېلو قشرونو سره يې د کتنې پرمهال د خلکو شکايتونه او غوښتنې د دغو ادارو په برخه کې اوريدلي وې ويل ، چې د بنديانو دوسيه په خپل وخت نه څېړل کيږي او د ځنډ سره مخ کيږي .
والي وويل ، چې د دې ترڅنګ خلک شکايت کوي ، چې په ولسواليو کې قاضيان يا نه وي او که وي د خلکو شرعي کارونه په وخت سره نه خلاصوي او په اونيو او مياشتو يې ځنډوي.
نوموړي وويل ، چې خلک د محاکمو څخه شکايت کوي ، چې د يوې امضاء په کولو سره ډيری ورځې انتظار وباسي ولې کارونه يې په وخت نه خلاصيږي .
ښاغلي لودين زياته کړه ، چې کله ناکله د دې ولايت څخه ځينې حقوقي دوسيه په غیر قانوني ډول بل ولايت ته انتقاليږي ، چې هلته بيا ناحقه او باطلې فیصلې کيږي بايد د داسې کار مخه ونيول سي .
په همدې حال کې ځينو نورو خلکو د دې شکايت کوي ، چې کله ناکله په عدلي او قضايي ارګانونو کې مجرمين د پيسو په واسطه خپل وصف جرمي تغيروي او بيا ناحقه او باطلې فیصلې صورت نيسي ، چې دغه کار هم د عدلي او قضايي ارګانونو باور ته زيان اړولی .
د ننګرهار والي زياته کړه ، چې خلک دا هم وايي ، چې کله ناکله په څارنوالۍ کې دوی خپله دوسيه په خپله نسي تعقيبولی ځکه څوک ورته کار نه خلاصوي خو کميشن کار ته ورکول کيږی بيا ډېر ژر دغه دوسيه خلاصيږي ، چې دغه ډول کارونو په څآرنوالۍ د خلکو باور زيانمن کړی دی ، د دې ترڅنګ د بنديانو د کورنۍ غړي شکايت کوي ، چې د ولسمشر د فرامينو د تطبيق پر وخت مستحق پاتې کيږي بايد دغې برخې ته دقيقه توجه وسي .
لودين وويل ،چې دخلکو په وينا محبس ته د نشیي توکو د داخلېدو ستونزه شتون لري باید د دغې ستونزې مخه ونيول سي .
د دې ترڅنګ يې وويل ، چې جلال اباد ښاريانو څو ځلې په دې برخه کې شکايت کړی ، چې څارنوالۍ او محاکمو د خلکو لارې بندې کړي دي باید دغه لارې خلاصې سي.
د ننګرهار والي د عدلي او قضايي ارګانونو له مسولينو وغوښتل ، چې د يادو ستونزو او غوښتنو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي او د ولسونو د بنديانو دغه شته ستونزې په قانوني ډول هوارې سي .
د عدلي او قضايي ارګانونو مسولينو په خپل وار سره يادو ستونزو د حل ډاد څرګند کړ او د ځينو خلکو شکايتونه يې بې بنياده وګڼل .
د استناف څارنوالۍ ريس څارنوال عبدالقيوم وويل ، چې د هيچا دوسيه نه د ځنډېدلې که د چا دوسیه ځنډيلې وي ولايت مقام ته دې په ګوته کړي چې دوی پرې قانوني اجرات ترسره کړي .
د استناف محکمې رئیس قاضي محمد اشرف وويل ، چې قاضيان په فساد کې لاس نلري ولې د د ادارې په خوا شا کې نور خلک شته ، چې په اداری فساد ککړ دي.
نوموړي وويل ، چې دغه شان کميشن کارانو او په فساد ککړ خلکو پسې دقيقه څيړنه پيل کړې ، چې ډېر ژر به يې ونيسي او قانوني سزا به ورکړي .
د ننګرهار د محبس مدير عبدالولي حصارم وويل ، چې بنديانو ته يې ځانګړي سهولتونه برابر کړي او مواد مخدر مخنيوي لپاره يې جدي پلټنې کړي ، چې يو شمېر پیوازان هم نيول سوي دي .
نوموړي وويل ، چې د ولسمشر د فرامينو د تطبيق پرمهال درې سوه بنيديانو په قيد تخفيف راغلی او څلور سوه بنديان يې خوشي کړي دي. 
د بنديانو مدافع وکيل حمد الله کاکړ وويل ، چې مدافع وکيل هم د قاضيانو سره د تلې يو پله ده باید د بنديانو مدافع وکيلان له پامه ونه غورځول سي.

د بشر حقونو ريسې صبرينا وويل ، چې په ننګرهار محبس کې يو شمېر کسان بنديان دي ، چې په اوږدې ناروغۍ اخته دي ، چې په سترګو وړانده او لاسونه يې قطع دي ولې د بشر حقونو رياست په دې برخه کې ډيرې هلې ځلې کړي ولې بيا هم دغه بنديان دګڼو ستونزو سره مخ دي او له بند څخه خلاص نسو .

 

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum