په پنجوايې کې بله چاودنه وسوه

د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کې د بمي چاودني پر مهال يو تن کروندګر وژل سوى دى.0d

د پنجوايې ولسوالۍ اجرايه مدېر جمعه ګل وايې چې دغه چاودنه لس کم دولس بجي ددي ولسوالۍ د صلاوات په سيمه کې په يوه ځمکه کې د وسله والو طالبانو د ښخ سوي ماين له امله سوي ده.

هغه وويل چې يو کروندګر په تراکتور کې ځمکه اړول چې ماين پرې وچاوديد او پر مهال يې کروندګر ووژل سو او تراکتور يې ويجاړ سو.

جمعه ګل خان وايې چې دغه ماين په دي ځمکه کې د وسله والوطالبانو له لوري اېښودل سوى وو.

هغه وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري په باغونو او ځمکو کې د ماينونو د اېښودو څخه هدف د ملکي کسانو وژنه ده او دوى په قصدي ډول په ځمکو کې ماينونه اېږدي.

تر اوسه کومي ډلي او وسله والو طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل سي چې له دي وړاندي د پنجوايې په بازار کې د واده په مراسمو کې چاودني يو تن وژلى وو.

 

 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum