پووينده سوداگر/ صفیه حلیم

هيڅوک خبرنه دي چې پښتنو کوچيانو څه وخت د مرکزي ايشيا او د هند ترمنځ تجارت پيل کړو. ممکن د هغه وخت نه چې انسان ځنگلي اسونه او اوښان د سورلي لپاره وروزل. د نن نه دوه زره کاله پخوا د کوشان سلطنت واکمن هم کوچيان و. په اوړي کې به بگرام (کاپيسا) او په ژمي کې پيښورته ورتلل. د ختيځ د شنو زمکوغنم او Screen Shot 2013-05-08 at 23.21.41نورخواړه به په غرونو کې نه و او د غرونو ميوې اوپسونه به په هغو تودو سيمو کې نه کيدل.

د غلجوڅو قامونوخلک چې د هند او د مرکزي ايشيا دبازارونو نه خبر و، ښاي هغه لومړي کوچيان و چې خلکو به ورته ” پووينده” ويل. دا تورې په پښتو کې د څرلو يا د څړځايونو لپاره کاريږي. يوه اندازه دا ده چې ممکن دا نوم وزيرو ددې کوچيانو لپاره وکاروو. ددوي په قافلو کې د پسونو رمې او نورو څاروو په لاره هرځاې چې شين بوټې ليدو، هغه به يې خوړلو. کوم خلک چې ددوي په لاره پراته و او زمکې يې کرلې، ددوي راتگ به ورته غم شو. دا يوحقيقت دې چې کوچيانو زمکې نه کرلې او د شين بوټي ارزښت ورته هم دومره و چې مال پرې موړشي.
په هرژمي کې پووينده به د غزني د ختيځ په ميدانونو کې د خپل ټبر، څاروو، اسونو اواوښانو سره راټوليدل. په اوښانو به يې د هرات، تاشقند، سمرکند او د بخارا مالونه بار و. دوي به د سليمان په غرونو کې د گومل ددرې نه د وزيرواو مسيتوپه سيمه تيريدل اوډيره اسمعيل خان، درابند ته د اکتوبردمياشت په نيماي کې رسيدل. د اباسين په دواړوغاړو شنوځايونو کې به يې کيږدۍ ټک وهلې. ددې قافلو سره هغه کسان هم ورتلل چې يو اوښ به ورسره و اوپه هغه به يې د يو بل سوداگر مال بار کړې او په کرايه به يې وړل. داسې پووينده هم و چې د نورو نه به يې مال په پور وړلو او د خرڅولو نه وروستو ګته به يې ورسره شريکوله. ځينوبه د سنده د شکارپورد هندي بڼياگانو نه پيسې په پورکړې او مال به يې يو او بل ځاې وړلو. په پوويندو کې درې لوې قامونه به مودام تلل راتلل چې نيازي، ناصراوخروټي و. کله کله لږ شميرد سليمان خيلو اود لواڼوهم پکې وه.
په اوښانو به وچ توکي لکه د پسونووړۍ، غوړي، بادام، غوزان، پسته، اينجه،سلاجيت، خام وريښم، د سرو زروتار( طله) سره او ژيړرنگونه راوړل. په تازه ميووکې، انار، مڼې او د کابل د شمال نه رواش بارکړي و. د بخارا اسونه او د پارس قالينې ددوي ترټولو ارزښت من توکي و. دا په زرگونو اوښان او نورژوندې مال په يو منظم ليکه کې تلل اود ساتنې لپاره به ورسره په سوونو وسله وال ځوانان تلل.
ددوي د لارې لوې مشکل د وزيرو په سيمه کې وچې په دې پوويندوبه يې چپاو وکړو. هغوي به ورته لاره نه ورکوله او د لارې د تيريدو لپاره به يې کله ورته پيسې ورکړې او کله به جنگ ووشو. د پوويندو ساتندويان ددوي د خپل قام خلک و چې د روزلي پوځيانو په څيرد يومشر ترکوماندې لاندې يې سفرکوو. د اباسين په غاړه دامان کې دې پوويندو به خپل ټبر، ښځې، زاړه او واړه ځاې په ځاې کړل. دوي به خپل ځايونه په نښه کړي وچې تيرکال پکې ايسار شوي و. يو وخت هلته مينې جوړې شوې چې دوي به ورته ” کيړ” ويل.
د وسله والو ځوانانوپه دريوکې دوه برخې به هم هلته ايسار شول. هغه چې مال يې نه لرلوخپل اسړ يابويا اوښ به يې نږدې ښارونو ته يوړو او د ورخې مزدورۍ لپاره به يې وکارول. نورو به د شاو خوا سيموکې کارروزگاروموندلو. د کوها ټ د مالگې کانونو کې به يې لوې لوې دبرې ماتولې او بيرته کابل ته د وړلو لپاره به يې زخيره کول.
هغوچې هندوستان ته به يې مخه وه، د اباسين سره سره ښکته اټک ته ووتل. ملتان، لاهور، امرتسراو مرکزي هند پورې به يې اسونه پلورلي و. نوردرانه توکي لکه قالين او وچه ميوه به يې تربنگال ووړل. د چين وريښم، د سرو زرو تاراو رنگونه به يې بنارس او لکهنئو کې خرڅول. د کلکتې، کراچي او د بمبۍ په ساحلي ښارونودوي ښه گته کوله ځکه هلته نه د مرکزي ايشيا ځينې نايابه توکي د سمندرد لارې افريقاي ملکونو ته وړل کيده او گټه يې ډيره وه.
دوي آسام، برما او نيپال ته هم ورتلل. پوويندو د هرې سيمې ژبه زده کړې وه، پنجابي، اردو، بنگالي،تامل، نيپالي، برمي او کشميري او کله کله د يو نه زياتې زبې به يې ويلې. د هند نورو برخو ته دا پووينده پخوا په اوښانو او اسونو ورتلل خو په نولسمې او شلمې پيړيو کې د پنجاب نه اخوا بسونو او اورگاډو ورته کاراسانه کړو.
په ټول ژمي کې به دوي د هند بازارونه ولټول او د بيرته تلو لپاره به يې سودا وکړه. په بمبۍ او کراچي کې څپلۍ به يې واخستې، ټوکرانو کې د بنارس کمخواب، د بنگال ململ، د سنده نه سان، چيټ او مارکين اخستل. دکن حيدراباد نه د خواړو رنگ، دآسام چاې، د پنجاب نه چيني، د ملتان اوبهاولپورنه به يې نيل په اوښانوبارکړي و.
د سپرلي د راتگ سره، پووينده به بيرته اباسين په غاړه خپل ټبر سره يوځاې شول. څو ورځې به يې دمه وکړه اوبيا په هم هغه لاره بيرته غزني او کلات کې خپلو کورونو ته ولاړل. خپلې کډې به يې هم هلته پريښودې، کندهار، هرات، ترکمانستان او بخارا ته به يې مخه کړه. هم هغسې په اوښانو به يې د هند توکي بار واو د هغو ملکونود پوليسو او د ځاي خلکوسره په معاملې کولو خپل مالونه وپلورل.
هند ته د اوړيدو لپاره پوويندو د گمرک او د ماليې پيسې په ډيره اسماعيل خان کې به يې ورکولې. د لرغونو وختونو راهيسې د سيمې هندوان د زمکوخاوندان و اوپه ځينو ځايونو کې ددوي شميره د پښتنو او نورو قامونونه زياته وه. کله چې پووينده د خپلو څاروو سره اباسين ته ورسيدل نو دوي به د هرمال په سرمحصول ورکوو. دمغلوپه وخت دا پيسې به د ډيره اسمعيل خان نواب اخستې او وروستو انگريزانوهم دا دود وساتلو. په نولسمي پيړۍ کې د نواب د پوويندو نه د کال يو لک او ۳۶ زره روپۍ محصول اخستو . ددې نه اندازه کيديشي چې څومره مال به د پنجاب خاورې ته تيريدو.
ددې سيمې زمکې هم د پوويندوته د ژوند لپاره مناسبې ښکاريدې او ځينود کيږديو په ځاې پکې کورونه جوړ کړل او هم هلته پاتې شول لکه ” گنډاپور” قام خلک چې درې سوه کاله پخوا يې کوچيتوب پريښودواو د ډيرو شاو خوا ميشت شول. لواڼي د بلوڅو په ښاريې ” کلاچي” کې ميشت شول.
ترپيړيو راهيسې غلجو دغزني، درابند په لاره سوداگري وکړه اود شلمې پيړۍ په ورستيو کې هم دوي قافلې تلې راتلې. په ۱۹۹۱ م کې په ديره اسمعيل خان کې مې ” پووينده بازار ” وليدو چې يوه افسانوي نړۍ په شان راته ښکاريدو.
سرچينې
۱. پښتانه کوچيان. د افغانستان علومو اکيډمي.کابل. ۱۳۶۰ ه.ش.
۲. غزني، کابل او افغانستان ته د سفر حال ـ جي- ټي- ويگني ـ ۱۸۳۸ م

له صفیه حلیم ډاټ کام نه په مننه 

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum