کندهار: په نښته کې ۱وسله وال او ملي امنیت کارمند وژل سوی

په کندهارښار کي دملي امنیت سرتیري دعملیاتو پرمهال له یوه وسله وال په جګړه اوښتي.

 پېښه نن دغرمي مخکي دڅلورمي امنیتي حوزې اړوند د (ده خواجه) په سیمه کي د یارانه مارکیټ سره رامنځته سوې.

 د ملي امنیت سرتیرو غوښتل چي یاد برېدګر ونیسي خو دغه وسله وال په یوه کور ننوتلی او له هغه ځایه څخه یې پر سرتیرو ټکان کول.

 په دې پېښه کي دملي امنیت یو کارمند او یو برېدګر وژل سوي او یو سرتیری ژوبل دی.

 خو یوه بله امنیتي سرچینه وایې چي په دې جګړه کي دوه دملي سرتیري او برېد ګر وژل سوي او درې سرتیري ژوبل دي.

 په کوم کور چي وسله وال ننوتلی په هغه کور کي دوه کوچنیان او یو ښځه وه او وسله وال له دوی څخه په استفاده د امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې.

 رسمي سرچینو او کومي وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum